تورکیې غزې ته په مرستو بار یوه بله کښتۍ هم ولیږله.
د تورکيې سرې میاشتې د غزې تړانګې ته د نږدې ۸۰۰ ټنو بشري مرستو باندې بار یوه کښتۍ د مرسین له بندره ولېږله. د دغو مرستو ډېره برخه خوراکي توکي او کمپلې تشکیلوي او موخه یې له فلسطینیانو سره د ژمي لپاره په چمتووالي کې مرسته کول دي.