تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیه د غزې د اوربند هرکلی کوي او سیمې ته د سمدستي بشري مرستو رسولو غوښتنه کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د غزې اوربند وستایه، د منځګړو ستاینه یې وکړه او د دوه دولتي حل له لارې د بیارغونې او تلپاتې سولې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
تورکیه د غزې د اوربند هرکلی کوي او سیمې ته د سمدستي بشري مرستو رسولو غوښتنه کوي
تورکیې بهرنیو چارو وزارت / Public domain

تورکیه د غزې د اوربند هرکلی کوي، د سمدستي بشري مرستو غوښتنه کوي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د غزې اوربند وستایه، د منځګړو ستاینه یې وکړه او د دوه دولتي حل له لارې د بیارغونې او تلپاتې سولې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت هرکلی کوي، او هیله یې څرګنده کړه چې "دا به هغه نسل وژنه پای ته ورسوي چې په تېرو دوو کلونو کې روانه وه."

د وزارت په بیان کې، چې د اوربند د تړون د بشپړ پلي کیدو تمه لري، ویل شوي چې "د اوربند په ټینګیدو سره، دا اړینه ده چې غزې ته بشري مرستې ورسول شي — چیرې چې یو بشري ناورین رامنځته شوی — او د غزې د بیارغونې لپاره هڅې له ځنډ پرته پیل شي. ترکیه به په راتلونکې موده کې غزې ته د پام وړ بشري مرستو ورکولو ته دوام ورکړي."

بیان دې ته په اشارې سره چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله یوازې د اسراییل-فلسطین پوښتنې د عادلانه حل له لارې ترلاسه کیدی شي، د وزارت هیله څرګنده کړه "چې د اوربند په خبرو اترو کې ترلاسه شوی حرکت به په راتلونکې موده کې د دوه دولتي حل په تحقق کې هم مرسته وکړي."

بیان زیاته کړه: "موږ د اوربند د خبرو اترو په منځګړیتوب کې د قطر، مصر او متحده ایالاتو د هڅو ستاینه کوو. ترکیه د اوربند د تړون د پلي کیدو په پړاوونو کې په فعاله توګه د ونډې اخیستو او خپل ملاتړ غځولو ته خپله ژمنتیا بیا تاییدوي."

اړوندTRT پښتو - د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې د اوربند تړون هرکلی وکړ او  د فلسطین نه يي د  ملاتړ د دوام ژمنه یې وکړ

د ټرمپ د اوربند پلان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې اسراییل او حماس د امریکا لخوا د وړاندیز شوي غزې تړون په لومړي پړاو موافقه کړې.

په شل ماده ییز پلان کې، چې لومړی ځل د سپتمبر په ۲۹ مه اعلان شو، د فلسطیني بندیانو په بدل کې د ټولو اسراییلي اسیرانو خوشې کول، اوربند، د حماس بې وسلې کول، او د غزې بیارغونه شامل دي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، د اسراییلو بریدونو په دې سیمه کې نږدې ۶۷،۲۰۰ فلسطینیان وژلي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

پرله پسې بمباریو غزه تر ډیره حده د اوسیدو وړ نه ده ګرځولې، چې د پراخې لوږې او ناروغیو لامل شوې.

وپلټۍ
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي