د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې اسراییل ښايي د سوریې په سوېل کې له دروزي ډلو سره تړلي تاوتریخوالي پر دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره د یوې پلمې په توګه وکاروي. فیدان ویلي چې په سوریه کې له درېیو سترو دروزي قبیلوي ډلو څخه د یوې ملاتړ د اسراییلو له خوا کېږي او هغوی ته د چورلکو له لارې وسلې او مهمات رسول کېږي. فیدان خبرداری ورکړی چې دا ډول سناریو کولی شي یوه نوې شخړه راوپاوروي او سیمې ته لا زیاته بېثباتي او بېباوري راوړي.