لیدلوری
نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
یوناني رسنۍ: د تورکیې ستر ځواک له پامه غورځولی نشو.
د یونان په مطبوعاتو کې د تورکیې د سیمه ییز ځواک او اغېز په اړه یو پام وړ تحلیل خپور شوی دی. یوناني مقاله لیکونکي "یانیس مارینوس" ټینګار کړی چې د تورکیې پوځي، اقتصادي او جیوپولیټیک ارقام داسې وضعیت انځوروي چې انکار ترې نه شي کېدلی.
یوناني رسنۍ: د تورکیې ستر ځواک له پامه غورځولی نشو.
یوناني رسنۍ: د تورکیې ستر ځواک له پامه غورځولی نشو.

یانیس مارینوس په یونان کې خپرېدونکې "تو ویما" (To Vima) ورځپاڼه کې لیکلي چې تورکیه د خپلو وړتیاوو او ستراتیژیکو ګامونو له برکته پر یوه برلاسي سیمه ییز ځواک بدل شوی دی.

په مقاله کې راغلي چې د تورکیې شته ظرفیت د سیمې د هیڅ هېواد لخوا نادیده نه شي ګڼل کېدلی.

"تمه کېږي چې د تورکیې نومول شوی ناخالص کورنی تولید (GDP) سږکال ۱.۶ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي؛ دا کچه تورکیه په منځني ختیځ کې پر تر ټولو لوی اقتصاد بدلوي.

د ۲۰۲۵ کال تر پایه د تورکیې د ټولې سوداګرۍ کچه ۶۳۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې په صادراتو کې یې تر ټولو لویه برخه (۴۱.۵ سلنه) د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ده، په داسې حال کې چې نږدې او منځني ختیځ هېوادونه ۱۷ سلنه برخه لري."

د ناټو دویم لوی پوځ او د دفاعي صنعت پرمختګ

مارینوس د تورکیې پوځي ظرفیت او وړتیاوو ته هم پراخه پاملرنه کړې ده.

نوموړي یادونه کړې چې د تورکیې وسله وال ځواکونه په ناټو کې له امریکا وروسته دویم لوی پوځ دی. سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې د تورکیې د دفاعي صنعت حېرانوونکو ګامونو ته اشاره شوې ده.

یاد شوي سکتور تېر کال د ۱۰ میلیارد ډالرو صادراتو کچې ته په رسېدو سره، په تېرو پنځو کلونو کې خپل صادرات درې چنده زیات کړي او خورا معظمه غوړېدنه یې موندلې ده.

له ګاونډیو هېوادونو سره پراخه او څو اړخیزه ډیپلوماسي

په مقاله کې له ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو سره د تورکیې د متحرکې ډیپلوماسۍ جزییات هم بیان شوي دي. پکې لیکل شوي چې په سوریه کې نوې اداره د تورکیې یوه مهمه ملګرې او متحد ده. له قطر سره دودیزه ملګرتیا پیاوړې پاتې ده، په داسې حال کې چې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره بېرته نږدېوالی مستقیمو اقتصادي پانګونو ته لاره هواره کړې ده.

له عراق او اربیل ادارې سره لاسلیک شویو تړونونو د سیمې د نفتو د لېږد لپاره خورا مهمه او سټراټیژیکه لاره پرانیستې ده.

له ایران سره، چې له څلورو پېړیو راهیسې نه ده بدله شوې او ۵۶۰ کیلومتره ګډه پوله لري، اړیکو د سیمه ییزې سیالۍ سره سره د پام وړ توازن، ثبات او د باور چاپیریال ساتلی دی.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.