وروستي خبرونه | د لړم ۶
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د لړم ۶
سویلي افریقا وایي اسرائیلي بریدونو دغزې اوربند له خطر سره مخ کړی.
28 اکتوبر 2025

د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا خبرداری ورکړی چې په غزه او اشغال شوې لویدیځه غاړه د اسراییلو دوامداره بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ اوربند له خطر سره مخ کوي.

نوموړي چې په کوالالمپور کې یې خبرې کولې، پر اسراییلو یې د فلسطینیانو د نسل وژنې تور ولګاوه او د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ یې د دوه دولتیزه حل لارې لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه.

هغه د عدالت په نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا د نسل وژنې د قضیې په اړه د مالیزیا د پیوستون او ملاتړ ستاینه وکړه.

محکمې اسراییلو ته د خپلو عملیاتو د درولو لپاره څو ځلې امر کړی، په داسې حال کې چې په دې تاریخي حقوقي بهیر کې پروسیجري ځنډ دوام لري."

 

د غزې ښار چارواکي: له ۲۵۰ زره ټنو ډیر کثافات د خلکو ژوند ته جدي ګواښونه پېښوي

د غزې ښاروالۍ چارواکو خبرداری ورکړی، چې په ښار کې د اوبو د شدید کمښت او د کانالیزاسیون د اوبو د جریان په دوام سره، له ۲۵۰ زره ټنو څخه ډیر کثافات راټول شوي، چې دا د روغتیا او چاپیریال لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

د ښاروالۍ ویاند، عاصم النبیه، وویل چې د اسرائیلو دوه کلنې نسل وژونکې جګړې د ښاروالۍ ۸۵ سلنه ماشینونه له منځه وړي، چې له امله یې د کثافاتو راټولول او ترمیمي چارې خورا ستونزمنې شوې دي. دغه راز د ښاروالۍ کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د "جوهر الدیک" په سیمه کې د کثافاتو اصلي ځای ته ورسیږي.

د کانالیزاسیون شبکې ویجاړیدل د پراخو لیکو لامل شوي او د ناروغیو د خپریدو خطر یې زیات کړی دی.

چارواکو ویلي، چې د جګړې له امله رامنځته شوي ویجاړی او زیانونه شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوي، او په همدې اساس یې د بیړنۍ نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده.

 

د تورکیې په لویدیځ کې د ریښتر په کچه ۶.۱ زلزله وشوه

د تورکیې د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي، د دوشنبې په ورځ ناوخته د تورکیې په بالیکسیر ولایت کې د ریښتر په کچه ۶.۱ زلزله وشوه، چې ټکانونه یې په استانبول او نورو ښارونو کې هم محسوس شول.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې (AFAD) ویلي، زلزله د شپې په ۱۰:۴۸ بجو وشوه.

چارواکو ویلي، په دې زلزله کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ۲۲ کسان د ویرې له امله برسیرن ټپیان شوي دي.

زلزلې ۵.۹۹ کیلومتره ژوروالی درلود او په شاوخوا ولایتونو لکه استانبول او ازمیر کې هم محسوس شوې ده.

د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلماز وویل: "AFAD او نورو اړوندو ادارو په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي او راپورونه په دقت سره څیړل کیږي."

 

کرملین : روسیه د توغندیو له بریالۍ ازموینې وروسته د خپل امنیت د تامین ژمنه کوي:

"کرملین ویلي چې روسیه د اټومي ځواک لرونکي توغندي له ازموینې وروسته خپل امنیت ته ژمنه ده.

دا ازموینه وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بوریوستنیک توغندي د "پریکنده ازموینو" اعلان وکړ، چې په ۱۵ ساعتونو کې یې شاوخوا ۱۴۰۰۰ کیلومتره الوتنه وکړه.

پوتین دا توغندی "بې ساري" او "نامحدود واټن" لرونکی وباله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوایي ځواک له الوتکې څخه په خبرو کې دا ازموینه کمه وبلله، او ویې ویل چې امریکا نږدې اټومي اوبتل لري، او پر پوتین یې غږ وکړ چې د توغندیو د ازموینو پر ځای په اوکراین کې د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز وکړي."

 

تورکیې له  انګلستان سره  د یورو فایټر جنګي جټ الوتکو د پیردو په اړه تړون لاسلیک کړ

ود تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د انګلستان لومړي وزیر کیر سټارمر په انقره کې د ۱۰.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د تورکیې لخوا د ۲۰ یورو فایټر ټایفون جټ الوتکو د پیرودلو لپاره د دفاعي همکارۍ یو لوی تړون لاسلیک کړ.

اردوغان دا تړون د ستراتیژیکې ملګرتیا نښه وبلله، د نورو ګډو پروژو وړاندوینه یې وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوه اړخیزه سوداګري به ۴۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

سټارمر دا تړون یو "تاریخي پړاو" وباله، چې د ناټو امنیت پیاوړی کوي او د شل زره برتانوي وګړو دندو ته دوام ورکوي.

د انګلستان د دفاع وزارت دا تړون په یوه نسل کې د هیواد د جنګي جټ الوتکو ترټولو لوی صادراتي تړون وباله."

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لړم ۲۳
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي