دا بیان د اسرائیلو له خوا د نسل وژنې د بیا پیلولو له ګواښونو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرداري وروسته خپور شو چې ویلي یې وو، که حماس غاړه کینږدي، نو "ډېر نږدې" ځواکونه ښايي د امریکا په ملاتړ غزې ته ننوځي.
د امریکا د استازو جرګې غړي سیت مولټن وویل چې دی به له ایپک څخه ترلاسه کړې مرستې بېرته ورکړي او په راتلونکي کې به هم مرستې ونه مني، ځکه چې هغه په ماساچوسټس کې د سنا چوکۍ لپاره خپله نوماندي پیلوي.
هغه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حکومت سره د دې لابي له همغږۍ سره خپل مخالفتونه یاد کړل.
پوتین ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د توماهاک توغندیو لېږل به د روسیې او امریکا اړیکې زیانمنې کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توماهاک توغندیو ورکول به د مسکو او واشنګټن اړیکې سختې زیانمنې کړي.
وینزویلا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د دوی سواحلو ته نږدې پر کښتیو د امریکا بریدونه غیرقانوني اعلان کړي
وینزویلا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د دوی سواحلو ته نږدې پر کښتیو د امریکا وروستي مرګوني بریدونه غیرقانوني اعلان کړي او د دوی حاکمیت تایید کړي.
اسټون ویلا فوټبال لوبډلې د امنیتي اندېښنو له امله د مکابي تل ابیب لوبدلې مینه وال د اروپا لیګ لوبې ته له ورتګ څخه منع کړل.
اسټون ویلا لوبډلې د امنیتي اندېښنو له امله د مکابي تل ابیب مینه وال د نوامبر میاشتې د اروپا لیګ یوې لوبې ته له ورتګ څخه منع کړي دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیلي لوبډلې د لوبو پر مهال پراخ لاریونونه روان دي، ځکه په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له امله نړیوال فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.

