وروستي خبرونه | د تلې ۱۴
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې ۱۴
ټرمپ په مصر کې له خبرو اترو وړاندې له حماس سره د "خورا مثبتو خبرو" اعلان وکړ
6 اکتوبر 2025

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په غزه کې د اوربند پلان په چوکاټ کې له حماس سره روانې خبرې اترې، په مصر کې له یوې مهمې غونډې مخکې په چټکۍ سره پرمخ ځي.

ټرمپ وویل، دی به وضعیت له نږدې څارلو ته دوام ورکړي او خبرداری یې ورکړ چې، "وخت خورا مهم دی، که نه نو لویه وینه تویدنه به وشي."

په ورته وخت کې حماس تایید کړې چې د خپل یوه جګپوړي چارواکي خلیل الحیه په مشرۍ یو پلاوی د خبرو اترو د پیلولو لپاره مصر ته رسېدلی دی.

 

د غزې د رسنیو دفتر: د اسرائیلو له لوري ۲۰ زره ماشومان او ۱۲۵۰۰ ښځې وژل شوي

د غزې د رسنیو دفتر ویلي، اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان او تر ۱۲۵۰۰ ډېرې ښځې وژلي دي.

لږترلږه ۱۶۷۰ طبي کارکوونکي او ۲۵۴ خبریالان د قربانیانو په منځ کې دي.

د غزې نهه سلنه خاوره د ۲۰۰۰۰۰ ټنو چاودیدونکو توکو له امله ویجاړه شوې ده.

 

حماس د ټرمپ د پلان له مخې د بې وسلې کولو موافقه رد کړه

حماس هغه راپورونه رد کړي چې ادعا کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د پلان له مخې خپلې وسلې تسلیموي.

لوړپوړي غړي محمود مرداوي دا ادعاوې "منحل" وبللې او د "حماس دریځ خرابول" وبلل.

نوموړي له رسنیو وغوښتل، چې د معلوماتو له خپرولو مخکې دې تصدیق کړي.

 

د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه د وای پي جي  ترهګره ډله د سوریې په شمال کې ملکي وګړي په نښه کوي

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه د وای پي جي   ترهګرې ډلې، چې د تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو په توګه فعالیت کوي، د یکشنبې په ورځ د سوریې په شمالي حلب سیمه کې پر ملکي سیمو ډزې وکړې.

دغې ډلې د حمیما او الکیتا کلي په نښه کړل، چې د سوریې پوځ یې د خپلو پوستو په وړاندې غچ اخیستو ته اړ کړ.

په دولتي ادارو کې  د تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو ادغام لپاره د مارچ د تړون سره سره ، دې ډلې په مکرر ډول له تړون څخه سرغړونه کړې.

 

غزې ته تلونکې بېړۍ له ساحل  څخه ۵۴۵ کیلومتره لرې دي .

د غزې د محاصرې د ماتولو نړیوالې کمیټې اعلان وکړ چې د محاصرې لپاره د کښتیو یو کاروان  چې ۱۱ بېړۍ څخه تشکیل شوی دی او نړیوال فعالان پکې سپاره وو، د غزې ساحل ته نږدې ۵۴۵ کیلومتره واټن لري.

د دې ماموریت هدف د اسرائیلو غیرقانوني بندیز ماتول، د فلسطینیانو په وړاندې نسل وژنه پای ته رسول او غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د خوندي سمندري دهلیز جوړول دي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه