وروستي خبرونه | د سرطان یا چنګاښ ۲
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سرطان یا چنګاښ ۲
د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي وویل چې د هرمز تنګي اداره به د ایران تر کنټرول لاندې وي


د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف ویلي چې د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي. دولتي رسنیو دا خبر وروسته له هغه ورکړ چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وشوې.

د ایرنا (IRNA) خبري اژانس په حواله، قالیباف له خبرو اترو څخه د بیرته راستنیدو پر مهال وویل: "د هرمز تنګی به هیڅکله د جګړې څخه مخکې حالت ته ونه ګرځي او د نړیوالو قوانینو سره سم به د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا اداره کیږي.

امریکا په لبنان کې د اوربند د څارنې لپاره 'د څارنې میکانیزم' پیل کړ

د متحده ایالاتو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې امریکا د خپل پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له لارې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د نښتو په ریښتیني وخت (real time) کې د تعقیب لپاره د څارنې یو میکانیزم پیل کړی دی.

یو امریکايي چارواکي خبریالانو ته په یوه بیان کې وویل: "زموږ ګډه موخه د تل لپاره د تاوتریخوالي د لړۍ پای ته رسول دي. موږ اسرائیل او لبنان ته دا زمینه برابروو چې د دوو خپلواکو هیوادونو په توګه مذاکره وکړي او د سولې او امنیت لاره ومومي. دا خبرې اترې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او امنیت د هراړخیز تړون د پرمختګ لپاره دوام ولري."

دغه چارواکي وویل، د سنتکام (CENTCOM) میکانیزم د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لخوا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د لبنان د ولسمشر جوزف عون سره د "اوربند د ټینګښت او راتلونکو خبرو اترو" په اړه تر ټلیفوني خبرو وروسته رامنځته شوی دی.

د اسرائیل برید په غزه کې یو فلسطینۍ زده کونکې ووژله او درې نور یې ټپیان کړل

روغتیايي کارکونکو وویل چې په غزه کې د اسرائیل په یو برید کې یوه فلسطینۍ زده کونکې وژل شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي. دا د تیر اکتوبر راهیسې د روان اوربند ترټولو تازه سرغړونه ده.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د دوی کارکونکو د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ جسد او درې ټپیان د غزې ښار په لویدیځ کې د الرهاب مال په وړاندې پر یو ملکي موټر له برید وروسته، السرايا ساحوي روغتون ته لیږدولي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند له پیل راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې ۱۰۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۳۲۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې په ورونژ ښار کې د اوکراین د توغندیز برید له امله ۵ کسان وژل شوي: والي

د سیمې والي الکساندر ګوسوف ویلي چې د روسیې په ورونژ ښار باندې د اوکراین په یو توغندیز برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

والي زیاته کړه چې په دې برید کې لسګونه کسان ټپیان شوي او د ښار د یوې تصدۍ صنعتي تاسیساتو ته زیان رسیدلی دی.

والي همداراز اعلان وکړ چې په سیمه کې د توغندیز ګواښ خبرداری لیرې شوی او خبرداری یې ورکړ چې د پیښې له ځایه عکسونه یا ویډیوګانې په انټرنیټ کې خپرې نه کړي، په ځانګړي توګه هغه چې موقعیتونه افشا کوي.

تورکیه له عراقي لومړي وزیر سره د اردوغان د ټلیفوني خبرو پر مهال له عراق سره په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستو په لټه کې ده

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق له لومړي وزیر علي فالح الزیدي سره ټلیفوني خبرې وکړې او پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو یې بحث وکړ.

د دې خبرو پر مهال اردوغان له عراق سره د اړیکو پر پیاوړتیا د تورکیې پر ژمنتیا ټینګار وکړ او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ یې د همکارۍ مهم فرصتونه په ګوته کړل.

د تورکیې ولسمشر په کلیدي سکتورونو، په ځانګړې توګه انرژي، دفاعي صنعت او ټرانسپورټ کې د ژورې همکارۍ پراخو ظرفیتونو ته اشاره وکړه.

دا ټلیفوني اړیکه په داسې حال کې نیول کیږي چې انقره هڅه کوي د ګډو اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ له بغداد سره د تعامل یو نوی پړاو پیل کړي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سرطان یا چنګاښ لومړی
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر