وروستي خبرونه | د تلې یا میزان ۸
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې یا میزان ۸
د انګلستان د کارګر ګوند غړو د غزې جګړه د نسل وژنې په توګه په رسمیت پیژندلو ته رایه ورکړه.
30 سپتمبر 2025

 

مادورو له امریکا سره د روان کړکېچ په ترڅ کې د پوځي مداخلې د احتمال پر وړاندې د پراخو امنیتي واکونو د ورکولو فرمان لاسلیک کړ

د وینزویلا د ولسمشر مرستیال ډیلسي رودریګوز د دوشنبې په ورځ وویل د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو یو فرمان لاسلیک کړی چې هغه ته د پوځي یرغل په صورت کې د پراخو امنیتي واکونو اجازه ورکوي.
فرمان مادورو ته اجازه ورکوي چې په ټول هیواد کې وسله وال ځواکونه متحرک کړي او د عامه خدماتو او د تیلو صنعت باندې نظامي واک ډیر کړي.
روډریګز ډیپلوماتانو ته وویل چې ولسمشر مادورو څو ورځې مخکې ویلي وو چې پدې طرحې او وړاندې به غور وکړي  خو اوس دا طرحه د ولسمشر لخوا لاسلیک شوې ده. دا سمدلاسه څرګنده نه ده چې امر به کله نافذ شي.

 

د انګلستان د کارګر ګوند غړو د غزې جګړه د نسل وژنې په توګه په رسمیت پیژندلو ته رایه ورکړه.

د برتانیا واکمن کارګر ګوند یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې ویل شوي، ملګرو ملتونو دې پایلې ته رسېدلي چې اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې جرم کړی دی. دې پرېکړې، چې فکر کېږي د ګوند له مشرتابه سره به د ټکر لامل شي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ګوند استازو د دوشنبې په ورځ په لیورپول ښار کې د ګوند په کنګره کې د "په منځني ختیځ کې سوله ۲" تر سرلیک لاندې پرېکړه لیک تصویب کړ.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د څېړنو کمېسیون دې پایلې ته رسېدلی چې "اسرائیلي چارواکو او امنیتي ځواکونو په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د نسل وژنې جرم ترسره کړی دی."

دا پرېکړه لیک د کارګر ګوند راتلونکی حکومت یو لړ سختو اقداماتو ته هڅوي. په دې اقداماتو کې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره "له ټولو شته امکاناتو څخه په معقوله توګه کار اخیستل"، له اسرائیلو سره د وسلو سوداګرۍ ځنډول، او د برتانیا او اسرائیلو ترمنځ د سوداګرۍ او شراکت تړون کنګل کول شامل دي.

 

د فلسطین، تورکیې او نړۍ مشرانو د ټرمپ د غزې د اوربند د پلان هرکلی کړی دی

د فلسطین دولت، تورکیې، عربي هیوادونو او مهمو نړیوالو قدرتونو د غزې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز هرکلی کړی او له حماس یې غوښتي چې دغه تړون ومني.

دا پلان چې د اسراېیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یوځای خپور شو، د اوربند، بشري لاسرسي، د بندیانو خوشې کولو او د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کوي.

فلسطیني چارواکو ویلي، دوی له امریکا او نړیوالو ملګرو سره کار کولو ته چمتو دي، د دوه دولتونو حل او داخلي اصلاحاتو ته یې خپله ژمنه بیا تایید کړه.

د اروپا، آسیا، او هاخوا مشرانو - د انګلستان، فرانسې، جرمني، پاکستان، هند او استرالیا په ګډون - په سیمه کې د سولې لپاره د احتمالي بدلون په توګه د نوښت ستاینه وکړه.

 

 

نتنیاهو له سپینې ماڼۍ څخه قطر ته ټیلیفون وکړ او په قطر يي د برید له امله د بښنې غوښتنه وکړه.

نتنیاهو ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه د ټیلیفوني تماس په ترڅ کې خپل قطري سیال ته په دوحه د اسرائیلو د برید له امله بښنه وغوښته.

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ته دا ټیلیفون په داسې حال کې شوې چې نتنیاهو په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه کوله.
د سپینې ماڼۍ په وینا، نتنیاهو قطر ته ویلي چې اسرائیل به "په راتلونکي کې بیا داسې برید ونه کړي". د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر لومړي وزیر د نتنیاهو د ډاډ هرکلی کړی دی.

 

 

د ویډیو ګېمونو ستر شرکت الکترونیک ارټس (EA) اعلان کړی چې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق (Public Investment Fund) په مشرۍ د یوه کنسرسیوم له خوا په ۵۵ میلیارده ډالرو پېرودل کېږي.

د  ویډیو ګېمونو ستر شرکت الکترونیک ارټس د اعلامیې له مخې، دا تړون به په تاریخ کې د شخصي پانګونې په ملاتړ د نغدو پیسو تر ټولو لویه د پېرودنې معامله وي.

په دې کنسرسیوم کې دغه راز د امریکا د پانګونې شرکتونه سېلور لېک (Silver Lake) او افینټي پارټنرز (Affinity Partners) او همدارنګه هغه شرکت هم شامل دی چې مرکز یې په میامي کې دی او د سپینې ماڼۍ د پخواني سلاکار او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوم، جیرډ کوشنر، له خوا تاسیس شوی دی.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د کب ۱۳
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه