د "کیسې پاتې برخه" په نوم یوې لویې څېړنې په غزه کې د اسرائیلو د "نسل وژنې" له پیل راهیسې د لږ تر لږه ۲۸۴۲ فلسطینیانو ورکېدل مستند کړي دي.
د سپینې ماڼۍ د مذهبي آزادۍ کمیسیون غړې، کیري پریژان بولر، وروسته له هغه د اسرائیلو پلوه او یهودي صهیونیسټي ډلو له سخت غبرګون سره مخ شوه چې په غزه کې یې د اسرائیلو کړنې "نسل وژنه" وبللې او له صهیونیزم سره یې خپل مخالفت څرګند کړ.
ټرمپ د ایران ساحل ته د دویمې الوتکې وړونکې بېړۍ پر لېږلو غور کوي
د اوکراین د کډوالۍ دولتي ادارې ویلي، هغه بهرنیان او بې وطنه کسان چې د اوکراین په وسله والو ځواکونو کې خدمت کوي، د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لخوا د لاسلیک شوي نوي قانون له مخې د لنډمهاله استوګنې جوازونو مستحق دي.
د سعودي عربستان کابینې ویلي چې تېره اونۍ سعودي ته د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان رسمي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د "اړیکو پیاوړتیا" په ګوته کړه.
