2 جنوري 2026
طبي سرچينو ويلي چې اسرائيلي پوځي ځواکونو د اوربند تړون په يوه نوې سرغړونه کې په غزه کې يو فلسطينی ماشوم وژلی او څلور تنه نور يې ټپيان کړي دي.
روسي چارواکو ويلي چې د اوکراين د جنوبي خرسون سيمې په هغې برخې چې د روسيې په ولکه کې ده، د اوکراين د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د ګامبيا سواحلو ته نږدې له ۲۰۰ زياتو کډوالو ډکه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله يي په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د تورکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان او د تورکيې د ملي استخباراتو (MIT) مشر ابراهيم کالين د اوکراين د ملي امنيت او دفاع شورا له منشي رستم اوميروف سره خبرې وکړې، چې دا د نوي کال لومړنۍ ډيپلوماتيکه ليدنه ده.
