وروستي خبرونه |  د لیندۍ۲۰
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ۲۰
ولسمشر ټرمپ تمه لري چې د نړۍ مشران به ډېر ژر د غزې د سولې له بورډ سره یوځای شي
11 دسمبر 2025

"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، تمه ده چې د راتلونکي کال په لومړیو کې  دا پرېکړه وشي چې د نړۍ کوم مشران به د غزې د سولې له بورډ سره یوځای شي.
هغه په سپینه ماڼۍ کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، ګڼو مشرانو لا له وړاندې په دې بورډ کې د ګډون لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
دغه بورډ د امریکا په منځګړیتوب د غزې د پلان له مخې جوړ شوی، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ یې یو ماتېدونکی اوربند رامنځته کړی دی.
ټرمپ زیاته کړه چې په دې بورډ کې به د نړۍ تر ټولو مهمو هېوادونو مشران شامل وي او دا به "تر ټولو افسانوي بورډونو څخه یو" وګرځي."

 


اسرائیل په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د نږدې ۸۰۰ نویو استوګنځایونو جوړول منظور کړل

"اسرائیل په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په دریو مېشت ځایونو کې د ۷۶۴ نویو استوګنیزو واحدونو جوړول منظور کړي دي.
دغه پرېکړه د فلسطیني چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوې او دوی وايي چې دا اقدام د سیمې د سولې هڅې زیانمنوي.
د اسرائیل د مالیې وزیر بیزالل سموتریچ، چې یو سخت دریځی ملتپال وزیر دی او د فلسطیني دولت مفکوره ردوي، ویلي چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د هغه له دندې پیل راهیسې تر ۵۱،۰۰۰ ډېر استوګنیز واحدونه منظور شوي دي.
لوېدیځه غاړه د راتلونکي خپلواک دولت لپاره د فلسطینیانو په هیلو کې مرکزي ځای لري.
د فلسطین د  ولسمشرۍ ویاند نبیل ابو ردینه د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې پر اسرائیل فشار راوړي ترڅو "د مېشت ځایونو جوړولو پالیسۍ، د ضمیمه کولو هڅې او د ځمکې غصب" بېرته واخلي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي."

 


لاوروف: روسیه به اوکراین ته نږدې د هر ډول اروپايي ځواکونو ځای پر ځای کولو ته ځواب ووايي

"د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې که اروپايي ځواکونه په اوکراین کې ځای پر ځای شي او یا که د روسیې کنګل شوې شتمنۍ د کیف د تمویل لپاره وکارول شي، مسکو به ځوابي اقدام وکړي.
هغه د روسیې فدراسیون شورا ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې روسیه له اروپا سره جګړه نه غواړي، خو هر ډول دښمنانه اقدام ته به ځواب ووايي.
لاوروف وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازینی لوېدیځ مشر دی چې پوهېږي ولې دا جګړه حتمي شوه، او د خبرو اترو د هڅونې لپاره یې د هغه د هڅو هرکلی وکړ.
خو هغه یادونه وکړه چې واشنګټن د مسکو پر وړاندې د بندیزونو پراخولو ته دوام ورکوي."

 


د امریکا استازو جرګې د اوکراین او اسرائیل لپاره د مرستو په ګډون د ۹۰۰ میلیارده ډالرو دفاعي لایحه تصویب کړه

"د امریکا د استازو جرګې د ۹۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یوه لویه دفاعي لایحه تصویب کړې، چې د راتلونکي کال لپاره د پنټاګون پالیسۍ ټاکي.
د ملي دفاع د واک ورکولو قانون  د ۱۱۲ مخالفو رایو په مقابل کې په ۳۱۲ موافقو رایو سره تصویب شو او اوس به سنا مجلس ته ځي.
په دې ۳۰۰۰ مخیزه بسته کې له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرسته شامله ده او پر سوریې لګول شوي د "قیصر" بندیزونه، چې په اصل کې د بشارالاسد پر رژیم وضع شوي وو، لغوه کوي.
همدارنګه، په دې لایحه کې اسرائیل ته ۶۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي چې د "اوسپنیزې ګنبدې" توغندیز دفاعي سیسټم په څېر پروژو ملاتړ به کوي."

 


تورکیه خبرداری ورکوي چې YPG باید د سوریې د نوي پړاو د ملاتړ لپاره هوکړې ته غاړه کېږدي

"د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، د ډسمبر ۸مه د سوریې د خلکو لپاره یو نوی پړاو پیلوي، او ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد د ثبات لپاره یوه مسؤله اداره اړینه ده.
فیدان د وسله والو ډلو د یوه واحد ملي پوځ تر چتر لاندې د راټولولو لپاره د روانو هڅو یادونه وکړه.
هغه پر YPG – چې د PKK ترهګرې ډلې یوه څانګه ده – غږ وکړ چې د سوریې له حکومت سره خپلې د مارچ د ۱۰مې هوکړې ته درناوی وکړي.
هغه وویل: "YPG باید پوه شي چې هېڅ هېواد له دوو جلا وسله والو ځواکونو سره نشي چلېدلی."
فیدان په سیمه کې د اسرائیل پر کړنو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې تورکیه، سوریه او امریکا د اوږدمهاله ثبات د ملاتړ لپاره همغږي کوي.
هغه ژمنه وکړه چې تورکیه به اجازه ورنکړي سوریه یو ځل بیا د ګډوډۍ خواته ولاړه شي."

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د کب ۱۱
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه