وروستي خبرونه | د تلې ۱۱
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې ۱۱
اسرائیلو غزې په مرستو وړونکو کښتیو د برید سره ۴۵۰ تنه فعالان بندیان کړي دي.
3 اکتوبر 2025

د اسرائیلو سمندري ځواکونو غزې ته د تلونکو نړیوالو مرستندویه بیړیو په نښه کولو سره د ۴۷ هیوادونو تر ۴۵۰ زیات فعالان نیولي دي.
د نوموړي کمپاین تنظیم کونکو وویل چې ۲۸ کښتۍ نیول شوي ، او ۱۳ نورو باندې هم برید شوي مګر لاهم تایید شوي ندي. دوه مرستندویه کښتۍ بیرته وګرځیدې او یوه کښتۍ مارینیټ ، لاهم روانه ده.
فعالانو دغه توقیفونه د "غیرقانوني تښتونې" په توګه تشریح کړل چې نیول شوي کسان د اسرائیل اشدود بندر ته وړل شوي.

 

حماس په غزه کې د ټرمپ د اوربند پلان ارزوي.

حماس وايي ډېر ژر به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند وړاندیز ته خپل ځواب اعلان کړي.
د حماس یو تن جګپوړي مشر محمد نزال الجزیرې ته وویل چې دا ډله په داخلي توګه له نورو ډلو او منځګړیو سره سلا مشورې کوي. هغه وویل چې حماس دا پلان "جدي" اخلي خو غواړي پرته له "ګواښونو او  د  وخت فشار" پریکړه وکړي.
هغه زیاته کړه، وروستی ځواب به د فلسطین د ګټو او اوږدمهاله اصولو پر بنسټ وي.

 

اردوغان د بیت المقدس د فتح کلیزه ولمانځله

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د صلاح الدین ایوبي لخوا د صلیبیانو څخه د بیت المقدس د بیرته نیولو ۸۳۸ کلیزه ولمانځله.
ولسمشر اردوغان د تورکیې په ټولنیز پلیټ فارم نیکس سوشیال باندې په خپور کړي پیغام کې د صلاح الدین ایوبي او د هغه د جنګیالیو درناوی وکړ او بیت المقدس یې "زموږ د پیغمبرانو امانت" وباله.
هغه ژمنه وکړه چې د دې  مقدس ښار لپاره به "په عزم سره مبارزه" وکړي، چې د مکې او مدینې وروسته د اسلام دریم مقدس ځای ګڼل کیږي.

 

سپینه ماڼۍ په لوړ پوړو پوهنتونونو فشار راوړي.

د ټرمپ اداره د امریکا متحده ایالتونو  له نهو لویو پوهنتونونو څخه غوښتنه کوي چې د تمویل امتیازاتو په بدل کې د خپلې سیاسي اجنډا سره سم ژمنې لاسلیک کړي.
"د اکاډمیک لوړتیا لپاره تړون" به پوهنتونونه  دې ته وهڅوي چې د داخلې ، بیان آزادۍ ، د میرمنو سپورتونو او وړتیا په اړه د حکومت لومړیتوبونه ومني.
هغه پوهنتونونه چې دا موافقې لاسلیک کړي مرستې او د چارواکو سره غونډو ته تبه ښه لاسرسی ومومي. دغه پلان د لوړو زده کړو په برخه کې د سیاسي لاسوهنو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

 

د ایلون مسک له خوا پر خلکو نېټفلیکس ابطال کړۍ له غوښتنې وروسته نېټفلیکس ته ۱۵ میلیارده ډالره زیان واوښت

وروسته له هغې چې اېلون مسک له کاروونکو وغوښتل چې په نېټفلیکس کې خپل غړیتوبونه لغوه کړي، نېټفلیکس یوازې په یوه ورځ کې د بازار له ۱۵ میلیارده ډالرو څخه ډېر ارزښت له لاسه ورکړ.

د پنجشنبې تر ورځې د دې شرکت ونډې ۴.۳ سلنه راټیټې شوې او ۱۱۴۰.۵۰ ډالرو ته ورسېدې، چې له امله یې د شرکت د بازار ټوله پانګه ۴۸۲.۹ میلیارده ډالرو ته راښکته شوه.

دا سخت غبرګون له هغو تورونو وروسته راپورته شو چې ګواکې نېټفلیکس داسې "ووک" (woke) منځپانګه خپروي چې ماشومان په نښه کوي.

مسک هم په دې بحث کې ورګډ شو، د دې پلیټفارم خپرونې یې "د ټرانسجنډرانو تبلیغات" وبلل او ویې لیکل: "د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره نېټفلیکس لغوه کړئ."

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۲۸
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر