20 جنوري 2026
امریکا د ګرینلینډ اډې ته الوتکې استوي، د ټرمپ فشار کړکېچ لا زیاتوي
په افغانستان کې د یوې غیردولتي موسسې اړوند د ایمرجنسي روغتون په وینا، د کابل په مرکز کې یوې چاودنې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او تر لسو ډېر یې ټپیان کړي دي.
د تورکیې د استانبول هوايي ډګر تېر کال د اروپا دویم او د نړۍ اووم تر ټولو مصروف هوايي ډګر شو، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ۸۴.۵ میلیونه مسافرین انتقال کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې بشري عملیات لا هم سخت محدود دي، سره له دې چې اوربند ۱۰۰ ورځې پوره شوې، او اسراییل لا هم فلسطینیانو ته د حیاتي مرستو د رسېدو مخه نیسي.
