وروستي خبرونه| د سرطان ۲مه
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د سرطان ۲مه
د ایران د ستر رهبر علي خامنه يي یوه جګپوړي سلاکار ویلي دي چې پر اټومي تاسیساتو د امریکا له وروستیو هوايي بریدونو سره سره د دغه هیواد د غني شویو یورانیمو زیرمه پاتې ده.
23 جون 2025

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی، راپور ورکړی چې د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د دوام پلان نه لري او پر ځای یې د سولې تړون تعقیبوي.

د سیمه ییزو ډاکټرانو په وینا، اسرائيلي ځواکونو په غزه کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

تورکیې او ملګرو ملتونو په دمشق مار الیاس کلیسا کې هغه مرګونی ځانمرګی برید غندلی چې لږ تر لږه ۲۰ تنه یې ووژل او ۵۲ نور یې ټپیان کړل او د ترهګرۍ پر وړاندې یې د یووالي غوښتنه وکړه.

د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د متحده ایالاتو له هوايي بریدونو وروسته د تیلو بیې لوړې شوې چې د پراخې شخړې او د انرژۍ د ګډوډۍ ویره یې راپورته کړې.





لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۲۹
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه