وروستي خبرونه | د تلې ۲۹
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې ۲۹
حماس پر اسرائیل د غزې اوربند ته د درناوي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې
21 اکتوبر 2025

حماس له نړیوالو فعالانو غوښتي چې پر اسرائیل فشار راوړي ترڅو د غزې اوربند ته درناوی وکړي، او ویلي یې دي چې له ګڼو ننګونو سره سره، د اسرائیلي یرغمل شویو د پاتې شونو (جسدونو) سپارلو لپاره کار کوي.
دغې ډلې د اکتوبر د ۱۰مې نېټې د پړاویز اوربند تړون له مخې، د نږدې دوه زره فلسطیني بندیانو په بدل کې ۲۰ ژوندي یرغمل او ۱۳ جسدونه خوشې کړي دي.
حماس پر اسرائیل تور لګولی چې د یرغمل شویو پر ځایونو یې بمباري کړې او له مرستو څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

 

د تورکیې ولسمشر اردوغان د مهمو تړونونو لاسلیکولو لپاره د خلیج هېوادونو ته سفر پیلوي

د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې د خلیج هېوادونو درې ورځنی سفر وکړي، چې په ترڅ کې به کویټ، قطر او عمان ته ولاړ شي.
د اړیکو رییس برهان الدین دوران وویل چې دا سفرونه د خلیج مشرانو په بلنه ترسره کېږي او تمرکز به یې د سیاسي، اقتصادي او دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا او د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه پر همغږۍ وي.

 

مکرون ټینګار کوي چې د ټرمپ او پوتین په هر ډول خبرو کې باید اوکراین او اروپا هم شامل وي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بوداپست کې سره وګوري، نو اوکراینیان او اروپایان "باید د خبرو پر مېز موجود وي".
په سلووینیا کې د اروپايي ټولنې او مدیترانې هېوادونو تر سرمشریزې وروسته په خبرو کې، مکرون دا احتمالي لیدنه "یو ډېر ښه کار" وباله، خو ټینګار یې وکړ هغه کسان چې د اوکراین او اروپا د امنیت په اړه له پرېکړو اغېزمن کېږي، باید په دې خبرو کې شامل وي.

 

د امریکا سنا د حکومتي شټ ډاون په پای ته رسولو کې پاتې راغله، په واشنګټن کې خبرې په ټپه ولاړې دي

د امریکا سنا د یوولسم ځل لپاره د لنډمهاله بودیجې لایحه تصویب نه کړه، چې له امله یې د حکومت شل ورځنی شټ ډاون نور هم اوږد شو.
د ۵۰ موافقو او ۴۳ مخالفو رایو پایله د اړتیا وړ ۶۰ رایو په پوره کولو کې پاتې راغله، چې له امله یې فدرالي دفترونه تړلي او زرګونه کارکوونکي بې معاشه پاتې شول.

 

پاکستان له کابل سره اوربند 'د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو' په درولو پورې تړلی بولي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي دي، چې له افغانستان سره اوربند په دې پورې تړلی چې طالبان هغه څه ودروي چې اسلام اباد یې "د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه" بولي.
دواړو ګاونډیانو له خونړیو سرحدي نښتو وروسته په دوحه کې پر اوربند هوکړه وکړه. پاکستان وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګرې ډلې په ګډون نورې ډلې د افغانستان له امن پټنځایونو څخه فعالیت کوي.

 

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه