وروستي خبرونه |  د تلې یا میزان  ۲
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې یا میزان ۲
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په غزه کې اسرائيل په نسل وژنې تورن کړ او وینه تویدنه یې "د انسانیت تر ټولو ټیټه نقطه" وبلله.


هغه وویل چې اسرائيل د نږدې دوو کلونو راهیسې "په هر ساعت کې یو ماشوم" وژلی او ټینګار یې وکړ چې غزه د جګړې نه بلکې د یرغل سره مخ ده.
اردوغان د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني او له ځنډ پرته عمل وکړي.
هغه د ملګرو ملتونو په ادارو کې د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، "نړۍ له پنځو څخه لویه ده."

د ګلوبل سمود فلوټیلا وايي، غزې ته تلونکې بېړۍ یې د ټیټ الوتونکو ډرونونو، چاودنو او د مخابراتو د بندېدو له امله ځورول شوې دي.
فعالانو دا وېره "رواني عملیات" وبلل او ژمنه یې وکړه چې شاتګ به نه کوي.
دوی وویل: "زموږ د ویرولو هره هڅه یوازې زموږ هوډ پیاوړی کوي." دوی ټینګار وکړ چې د اسراییلو د بندیز ماتولو لپاره به خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه يي له امریکا سره د نويو اټومي خبرو اترو مفکوره رد کړه او خبرداری یې ورکړ چې "هیڅ ګټه نه لري، یوازې نه جبرانېدونکي زیان رسوي".
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې تهران تایید کړه چې له اروپايي قدرتونو سره به د خپل جنجالي اټومي پروګرام په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

د سویډن په سویلي ښار هالتسفرډ کې یو جومات د تیرې شپې د اورلګېدنې وروسته ویجاړ شوی دی.
پولیس دا د شکمني اور لګېدنې په توګه څېړي، که څه هم د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه ودانۍ چې یو وخت کلیسا وه، په جومات بدله شوې وه، اوس په بشپړه توګه د کارونې وړ نه ده.

ملګري ملتونه وايي چې د ډونالډ ټرمپ کمره مین ممکن په ناڅاپي ډول د هغه زینې (ليفټ) د بیړني تمځای تڼۍ وهلي وي چې د امریکا ولسمشر پکې سپور وو.
ټرمپ دا پیښه په ټوکه سره رد کړه چې هغه د ملګرو ملتونو څخه "یوه بده زینه او یو بد ټیلی پرامپټر" ترلاسه کړ.
په هرصورت، سپینې ماڼۍ د ځوابونو غوښتنه وکړه، او د هر هغه چا د "ګوښه کولو او تحقیقاتو" غوښتنه یې وکړه چې مسؤل دي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۲۴
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر