د تورکیې د ملي دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، شل تنه تورکي پوځیان چې په یوه پوځي کارګو الوتکه کې سپاره وو، له اذربایجان څخه تر الوتنې لږ وروسته د الوتکې د رالوېدو له امله شهیدان شول.
دغه وزارت د وژل شویو ۲۰ واړو سرتېرو نومونه هم خپاره کړي دي.
یاده C-130 ډوله الوتکه تورکیې ته د بېرته ستنېدو پر مهال د اذربایجان او ګرجستان پولې ته څېرمه رالوېدلې ده."
د هند رجب بنسټ په غزه کې د جنګي جرمونو له امله د یوه اسرائیلي پوځي د نیولو غوښتنه وکړه
"د هند رجب بنسټ د جنوبي قبرس یوناني ادارې ته یو حقوقي شکایت کړی او په غزه کې د جنګي جرمونو په تور د یوه اسراییلي پوځي د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
په دغه شکایت کې د ګیواتي لوا د "شاکید" کنډک ډلګی مشر شارون داویت په نښه شوی او تورن شوی چې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو پر مهال یې په شکنجو، ناوړه چلند او حتی د نسل وژنې په کړنو کې لاس درلود.
دا قضیه د هند رجب بنسټ پر یوه څېړنیز راپور ولاړه ده چې په کې د فلسطیني بندیانو په سپکاوي او ځورونه کې د داویت د ښکېلتیا شواهد شامل دي — په شمول یو تایید شوی عکس چې هغه د یوه بربنډ، سترګې تړلي او لاس تړلي سړي پر سر ولاړ ښيي."
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې حکومت بندیدو په ترڅ کې د بریا ادعا وکړه
"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د حکومت د تر ټولو اوږدې رخصتۍ وروسته د بریا اعلان کوي.
ټرمپ د ارلینګټن په ملي هدیره کې د تجربه کارو سرتېرو د ورځې په مراسمو کې په وینا کې وویل چې سیاسي کړکېچ بالاخره پای ته نږدې شوی او جمهوري غوښتونکو په کې بریا خپله کړې ده.
هغه دې ته اشاره وکړه چې یو شمېر دیموکراتو سناتورانو یوه ورځ مخکې له جمهوري غوښتونکو سره د یوې جوړجاړي هوکړې ته رایه ورکړې وه چې له مخې به یې حکومت بېرته پرانیستل شي."
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: په سوډان کې د قحطۍ په ژورېدو سره ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
"د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په سوډان کې د بشري ناورین د ژورېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د قحطۍ په پراخېدو سره ښځې او نجونې تر ټولو ډېر زیان ګالي.
په جینیوا کې خبریالانو ته د دغې ادارې د ختیځې او جنوبي افریقا لپاره سیمه ییزې مشرې انا موتاواتي وویل چې له دوو کلونو راهیسې د سوډان د جګړې لومړۍ کرښې د ښځو او نجونو ژوند، کورونه او راتلونکی یې له منځه وړی دی.
د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د وروستي راپور له مخې، په سوډان کې نږدې ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې اوس له سختې لوږې سره مخ دي."
د فلسطین استازې پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکمونو ملاتړ وکړي او د اسرائیلو معافیت پای ته ورسوي
"د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د فلسطین استازې لورین سایج پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د جرمونو د نړیوالې محکمې تر شا په کلکه ودرېږي — او بالاخره اسرائیل د هغو لسیزو جرمونو لپاره ځواب ویونکی کړي چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې یې کړي دي.
سایج، چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین په ماموریت کې د دیپلوماتې او حقوقي سلاکارې په توګه دنده ترسره کوي، اسامبلې ته وویل چې دا جنګي مجرمین دي چې باید بندیزونه پرې ولګول شي — نه هغه څارنوالان، قاضیان، یا د ملګرو ملتونو کارکوونکي چې د عدالت د ټینګښت هڅه کوي.
هغې وویل هغه کسان چې د حساب غوښتنه کوي باید خوندي شي، نه دا چې مجازات شي، او روښانه یې کړه چې د ظلمونو مسؤلین باید په هیڅ ځای کې ونه لمانځل شي او نه یې هم هرکلی وشي."

