وروستي خبرونه | د غوايي ۱۱
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د غوايي ۱۱
امريکا وايي له ايران سره نښتې د ۶۰ ورځو له ټاکلي وخت مخکې "پاى ته رسېدلې" دي

د ټرمپ د ادارې يوه لوړپوړي چارواکي امريکايي رسنيو ته ويلي چې د "جګړې د واکونو د پرېکړه ليک" (War Powers Resolution) د موخو لپاره، روان اوربند له ايران سره هغه نښتې پاى ته رسولې دي چې په فبروري کې پیل شوې وې. دغه چارواکي وويل: "دواړو خواوو

د سه شنبې په ورځ، د اپریل پر ۷مه، پر دوه اونیز اوربند هوکړه وکړه چې له هغه وخت راهیسې غځول شوې ده. د اپریل له ۷مې راهیسې د امریکا د وسله والو ځواکونو او ایران ترمنځ د ډزو تبادله نه ده شوې." دا تعبیر سپینې ماڼۍ ته اجازه ورکوي چې د کانګرس د تایید ترلاسه کولو له اړتیا څخه ډډه وکړي.

پزشکیان خبرداری ورکړ: امریکا ښايي د خبرو اترو پر مهال بیا پر ایران برید وکړي .

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې امریکا ښايي د خبرو اترو پر مهال یو ځل بیا پر تهران برید وکړي او ویلي یې دي چې پر واشنګټن باور "په بشپړ ډول له منځه تللی" دی. پزشکیان وویل: "د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل هڅې تل د ایران په اجنډا کې شاملې وې. خو د مذاکراتو پر مهال امریکا او صهیونیسټي رژیم (اسرائیل) دوه ځله پر ایران برید وکړ، او د داسې کړنو د تکرار احتمال شته – چې دا چاره پر امریکا د ایران د بشپړ بې باورۍ لامل شوې ده."

اسراییل به د غزې د مرستو د کاروان تښتول شوي فعالان یونان ته وسپاري

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار ویلي، هغه فعالان چې د اسراییلي ځواکونو له خوا د غزې په لور روان "ګلوبل صمود" (Global Sumud) کاروان څخه نیول شوي وو، په راتلونکو ساعتونو کې به د یونان په ساحل کې ښکته کړل شي. سار وویل چې دا پریکړه "د یونان له حکومت سره په همغږۍ" شوې ده. دا وروسته له هغه ده چې اسراییلي ځواکونو د کرېت ټاپو ته نږدې په نړیوالو اوبو کې پر دغه کاروان برید وکړ؛ هغه اقدام چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او فعالانو له خوا "سمندري غلا" وبلل شو.

اوکراین د روسیې د اوربند د وړاندیز په اړه له امریکا څخه وضاحت غواړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، اوکراین به د راتلونکې اونۍ لپاره د روسیې د لنډمهاله اوربند د وړاندیز د جزیاتو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټیم څخه وضاحت وغواړي. زیلینسکي د اوربند د وړاندیز په اړه وویل: "موږ به وضاحت وغواړو چې دا دقیقا د څه په اړه دی؛ ایا په مسکو کې د پریډ لپاره یوازې څو ساعته امنیت دی، که تر دې څه ډیر؟" هغه زیاته کړه: "زموږ وړاندیز یو اوږدمهاله اوربند، د خلکو لپاره د باور وړ او تضمین شوی امنیت او تلپاتې سوله ده. اوکراین چمتو دی چې په هر وقار لرونکي او مؤثره فارمټ کې د دې هدف لپاره کار وکړي."

سعودي وزیر: له تورکیې سره اړیکې 'سټراټیژیکې' دي او سیمه به نوره هم پیاوړې شي .

د سعودي عربستان د صنعت او منرالي زیرمو وزیر بندر الخریف وویل چې له تورکیې سره اړیکې "سټراټیژیکې" دي. هغه په صنعت او کانونو کې مخ پر ودې همکاریو ته اشاره وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې سره له اوسنیو ناخوالو به سیمه نوره هم پیاوړې

راڅرګنده شي. نوموړي وویل چې د تورکیې متنوع صنعتي بنسټ د سعودي عربستان له صنعتي سټراټیژۍ سره سمون لري، چې دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراخ فرصتونه رامنځته کوي. هغه زیاته کړه چې وروستیو خنډونو هیوادونه اړ کړي چې پر لوژستیکي چارو بیا کتنه وکړي. نوموړي د اردن او سوریې له لارې د سعودي عربستان او تورکیې ترمنځ د ریل پټلۍ پلان شوې اړیکې ته د سوداګریزو خنډونو د حل د یوې لارې په توګه اشاره وکړه.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه| د غوايي ۱۰
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر