لیدلوری
کلتور
3 د لوستلو دقیقې
د ساعت صفر نقطه ګرینویچ ده
ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې په نړۍ کې د ساعت صفري نقطه ګرینویچ ده
00:00
د ساعت صفر نقطه ګرینویچ ده
Greenwich mean time / Otros
 

د تاریخ په اوږدو کې هر تمدن د وخت د اندازه کولو په اړه بېلابېلې لارې رامنځته کړې دي. د صنعتي دورې څخه مخکې، یعنې په هغه زمانه کې چې نن ورځ موږ د کار ساعتونو او شفټونو په څېر مفاهیمو سره اشنا نه وو، خلکو د ورځې د محاسبې لپاره د لمر لوړوالي څخه ګټه اخیستله. دا مانا لري چې هرې سیمې د خپل لمر موقعیت ته په پام سره د ورځې د پیل او پای ساعتونه تنظیمول. د بېلګې په توګه، تر ۱۹مه پېړۍ پورې د لندن وخت د پاریس له وخت سره متفاوت و؛ ځکه چې هر ښار خپل وخت د هغه ځای د لمر موقعیت له مخې محاسبه کاوه چې په هغه وخت کې یې موقعیت درلود.

خو د صنعتي انقلاب او د بخاري اورګاډو په رامینځته کېدو سره، نړیوال تجارت او ترانسپورت ګړندی شو، او د وخت په محاسبو کې دا سیمه‌ییز توپیرونه په یو لویې ستونزې بدل شول. د دې ګډوډۍ د حل لپاره، په ۱۸۸۴ کال کې په واشنګټن کې د نړیوال مېریدیان کنفرانس راوبلل شو. د کنفرانس اساسي موخه دا وه چې په نړیواله کچه یو منلی صفر مېریدیان وټاکي او نړیوال وخت سیسټم معیاري کړي. په هغه وخت کې د نړۍ د نقشې له ۷۰ سلنې څخه ډېرې د انګلستان د ګرینویچ رصدخونې ته د حوالې په توګه کارېدلې. د دې دلیل د هغه وخت د بریتانوي سترواکۍ په نړیوال سمندري تجارت او بهرنیو سیمو باندې منل شوې واکمني وه.

د ګرینویچ رصدخونه د کښتيوانانو د طول البلد په محاسبو کې مرکزي رول لوبوي. د بریتانیا د نړیوال اغېز په برکت، دغو محاسبو پراخه کارونه ومونده. د دې پایلې په توګه، په کنفرانس کې د ۲۶ هېوادونو د استازو تر منځ په رایه‌ګیري کې، ګرینویچ د نړیوال وخت لپاره د صفر نقطې په توګه وپېژندل شو. په دې توګه، د GMT په تورو سره لنډیز شوی د ګرینویچ منځنی وخت د نړۍ په کچه د وخت د حوالې نقطه شوه. دا پرېکړه د عصري نړیوال وخت زون سیسټم بنسټ کېښود او ډاډ یې ترلاسه کړ چې د نن ورځې وخت محاسبې د نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

له ګرینویچ څخه مخکې، ډېرو ښارونو خپل محلي رصدخونې د صفر نقطه ګڼله. پاریس، برلین، واشنګټن په څېر لوی ښارونه خپل وختونه د دې رصدخونو له مخې تنظیمول. په هغه دورو کې چې عثماني دولت د سوداګرۍ په لارو واکمني درلوده، د استانبول د رصدخونو اندازه‌ګیرۍ د کاروانونو او سوداګرو لپاره د ورځې د محاسبې لارښود و.

 

 

 

 

 

 

 

 

وپلټۍ
په لاس انجلس کې د نړیوال جام هیجان: "ترکیش وایب زون"  خپلې دروازې پرانیزي!
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون  د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
د تاریخ له پاڼو څخه : په لیورپول کې د عثماني سرتېرو هېر شوي قبرونه
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
د سوریې مهم ادبي نندارتون د نوې مشرتابه تر سیوري لاندې بېرته پرانیستل شو
د تورکیې دولتي نشراتي اداره او ملي راډیو تلویزیون TRT  د ټلویزیوني خپرونو ۵۸مه کلیزه لمانځي
فرانسه د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د ځوانانو لپاره د ( ټي آر ټي ځوان ) په نامه یو جلا چینل پرانیست.
نامتو فلم جوړوونکی راب رینر او د هغه مېرمن په لاس انجلس کې په خپل کور کې مړه وموندل شول
نن په تورکیه او نړۍ کې د تورکي قهوې نړیواله ورځ ده.
یونسکو د تورکیې قهرمان‌ماراش  ښار د ادبیاتو په برخه کې د نوښتګرو ښارونو په نوملړ کې شامل کړ
ملګري ملتونه : په هرو ۱۰ دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کیږي.
په تورکیه کې د برونزو د لومړني دورې ۵۰۰۰ کلن کاربن شوي د وربشې دانې کشف شوې
د باسفورس  د فلمونو ۱۳م فستیوال په استانبول کې د فلسطین په رڼا کې پیل شو
'د تاج  کیسه' او د هند د مسلمانانو د تېر تاریخ د له منځه وړلو لپاره د هندو ښي اړخه سیاست
عراقي خطاط په استانبول کې د نړۍ تر ټولو لوی په لاس لیکل شوی قرآن کریم بشپړ کړ
د غزې  نسل وژنه په ګلدوزۍ کې نقش کیږي: ګلدوزي د فلسطین د ډله ییز غم او استقامت سمبول هم دی