لیدلوری
کلتور
9 د لوستلو دقیقې
د تاریخ له پاڼو څخه : په لیورپول کې د عثماني سرتېرو هېر شوي قبرونه
د بریتانیا په لیورپول ښار کې د "ګرانټ ګارډنز" (Grant Gardens) تر چمنونو لاندې د ۲۹  تنو تورکي سرتېرو مړي ښخ دي. دا مهمه کشف د اکسفورډ پوهنتون د یوه څېړونکي محصل د هڅو په پایله کې ممکن شو.
د تاریخ له پاڼو څخه : په لیورپول کې د عثماني سرتېرو هېر شوي قبرونه
د تاریخ له پاڼو څخه : په لیورپول کې د عثماني سرتېرو هېر شوي قبرونه / TRT World
10 ساعته مخکې

د لیورپول د ستر بڼ "ګرانټ ګارډنز" تر شنو چمنونو لاندې، چې اوس یو ارام عامه پارک دی او هره ورځ سلګونه  او زرګونه ځايي خلک ترې لیدنه کوي، یوه حیرانوونکې او تر ډېره هېره شوې کیسه پټه ده: دا کیسه  د عثماني سمندري سرتیرو قبرونه او د یوه ځوان ترکي ډیپلومات هغه هوډمن پلان چې غوښتل یې په دې بریتانوي ښار کې د مسلمانانو لپاره یو ځانګړی قبرستان جوړ کړي.

په تصادفي ډول  زه د تاریخ له دې دوړو ډکې پاڼې سره مخ شوم، کومه چې دا ښار د تورکیې د تیر وخت له یوې تراژیدي برخې سره تړي.

دا کیسه په ۲۰۲۱ کال کې د کرونا د قرنطین پر مهال پیل شوه، کله چې زه په لیورپول کې وم او د خپلې ماسټرۍ پر تیزس مې کار کاوه. د بېکارۍ پر مهال مې د بریتانیا د ورځپاڼو ارشیف لټاوه ترڅو د هغو عثمانیانو په اړه معلومات ومومم چې لیورپول ته یې سفرونه کړي وو. په دې لټون کې مې د یوه ترکي سمندري سرتیري "حسن محمد" نوم وموند.

ورځپاڼې د لیورپول په 'نیکروپولیس' (Necropolis) کې د هغه د ښخولو تفصیلات ورکړي وو. دا زما لپاره ډېره جالبه وه، ځکه ماته معلومه وه چې د لیورپول نیکروپولیس اوس د "ګرانټ ګارډنز" په نوم پارک دی، چې زما له اوسېدو ځای څخه یوازې دوه دقیقې پلي لاره وه. زه پوه شوم چې هره ورځ چې زه په کومه ځمکه ګرځم، تر هغې لاندې عثماني سرتېري ښخ دي، خو په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

کیسه څنګه پیل شوه؟
دا کیسه د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې، د کریمیا د جګړې (۱۸۵۳-۱۸۵۶) پر مهال پیل کېږي، کله چې عثماني امپراتورۍ او بریتانیا د تزاري روسیې پر ضد د متحدینو په توګه جنګېدل. په ۱۸۵۰ او ۱۸۶۰ کلونو کې، عثماني بېړۍ به د وسلو او ماشینونو د نصبولو لپاره د لیورپول، ګلاسګو او پورټسموت په څېر بریتانوي بندرونو ته تللې.

په دغو بېړیو کې یوه د "ګیوان بحري" (Geyvan-i Bahri) په نوم جنګي بېړۍ وه، چې د ۱۸۵۶ کال د جون پر ۱۹مه لیورپول ته ورسېده. په بېړۍ کې ۳۶۰ تنه عمله وه. خو له بده مرغه، د دې بېړۍ ډېر غړي په 'کولرا' ناروغۍ اخته شول. لومړی کس ۳۲ کلن حسن محمد و چې د بېړۍ له درېدو یوه ورځ وروسته ژوند د لاسه ورکړ. هغه په یو لړ مذهبي مراسمو سره ښخ شو چې د بېړۍ امام، په لیورپول کې د تورکیې قونسل او نورو سرتېرو پکې ګډون کړی و. په راتلونکو ۱۱ میاشتو کې ۲۸ نور عثماني سرتېرو هم ژوند د لاسه ورکړ او د حسن محمد تر څنګ ښخ شول. د لیورپول د رسمي اسنادو له مخې، عثماني حکومت دا ځمکه اخیستې وه.

د ژغورنې هڅې او عبدالله کویلیام
په ۱۸۸۷ کال کې د 'عبدالله کویلیام' په نوم یوه انګریز مسلمان په لیورپول کې د مسلمانانو لومړنۍ اداره  جوړه کړه. کویلیام د دغو قبرونو ساتنې ته ډېره پاملرنه کوله.

هغه مهال یو ځوان عثماني ډیپلومات 'محمد کامل' د سلطان لخوا لیورپول ته د قونسل په توګه ولېږل شو. کامل له کویلیام سره نږدې اړیکې لرلې. کله چې په ۱۸۹۹ کال کې د لیورپول نیکروپولیس د ګڼې ګوڼې او بد بوی له امله وتړل شو، محمد کامل سلطان ته یو مفصل راپور ولېږه.

هغه په خپل راپور کې ولیکل چې په دغه هدیره  کې د ۴۴ مسلمانانو قبرونه دي، چې تر نیمایي ډېر یې د عثماني سمندري ځواک د هغو سرتېرو دي چې په مسافرت  کې د "شهادت" درجې ته رسېدلي دي. کامل خبرداری ورکړ چې که دا ځمکه ونه پېرل شي، ښاروالۍ ښايي د دوی هډوکي له قبرونو وباسي او په څاه ګانو کې یې وغورځوي. هغه وړاندیز وکړ چې باید نږدې یوه ځمکه واخیستل شي او دغه "شهیدان" هلته انتقال شي.

خو د عثماني امپراتورۍ د کمزوري اقتصادي حالت له امله دا غوښتنه ونه منل شوه. په ۱۹۱۴ کال کې دا قبرستان په یو عامه پارک بدل شو او د "ګرانټ ګارډنز" نوم ورکړل شو.

کامل ژر ځان د یوې فعالې او مطرحې څېرې په توګه ثابت کړ او د (LMI) په اوونیزو ناستو او لمانځنو کې په منظم ګډون سره یې ځان له پخوانیو عثماني کونسلانو جلا کړ.

هغه په وار وار د 'مان' ټاپو (Isle of Man) په اونچان سیمه کې د کویلیام اوړي مېشت ځای ته بلل کېده. په ځانګړې توګه، هغه په جنجالي ډول د کویلیام او د هغه د دویمې مېرمنې 'میري لیون' لپاره د واده سند صادر کړ، سره له دې چې عثماني سفارت یې مخالف و.

دغه اقدام، چې سفارت یې له رسمیت پېژندلو ډډه وکړه، د محمد کامل یوه هڅه وه ترڅو دا واده د اسلامي شریعت له مخې قانوني کړي او له عثماني امپراتورۍ سره د کویلیام وفاداري نوره هم پیاوړې کړي.

په باټاویا (Batavia) کې د خپلو پخوانیو کړنو په څېر، چېرته چې هغه د ځایي مسلمانو اشرافو د ماشومانو لپاره په استانبول کې د زده کړو زمینه برابره کړې وه، محمد کامل د کویلیام مشر زوی 'احمد کویلیام' هم وهڅاوه چې د امپراتورۍ په پلازمېنه کې زده کړې وکړي. د ۱۸۹۹ کال په اپریل کې سلطان دا نوښت تایید کړ او احمد ته یې په 'ګالاتاسرای' عالي لیسه کې د زده کړو بورس ورکړ، چې د امپراتورۍ د راتلونکو ملکي مامورینو او ډیپلوماتانو د روزنې یو له خورا معتبرو مرکزونو څخه و.

بیا څه وشول؟

د ۱۸۹۹ کال په اګسټ کې، د لیورپول نیکروپولیس (قبرستان) وروسته له هغه وتړل شو چې د ښخ شویو مړو شمېر له ۸۰،۰۰۰ څخه واوښت، چې دا د هغه له ظرفیت څخه خورا ډېر و او د ناپاکۍ (غیر صحي) شرایطو لامل شوی و.

ځایي اوسېدونکو د بد بوی په اړه بې شمېره شکایتونه کړي وو، چې دوی باور درلود له دغه قبرستان څخه راپورته کېږي.

له کویلیام سره د خپلو نږدې شخصي اړیکو له امله، محمد کامل د قبرستان د تړل کېدو په اړه د لیورپول د مسلمانانو له اندېښنو بشپړ خبر و. هغه همدارنګه د هغو تورکي سمندري سرتیرو په اړه هم ښه څېړنه کړې وه چې هلته ښخ شوي وو. په همدې کال، کامل د لیورپول د نیکروپولیس د تړل کېدو په اړه سلطان ته یو جامع راپور چمتو کړ.

په دې راپور کې، کامل په لیورپول کې د مسلمانانو د قبرستان جوړول دواړو، مذهبي ملاحظاتو او د عثماني امپراتورۍ سیاسي ګټو پورې وتړل. د مذهبي اړخ په اړه، د محمد کامل په وینا په دغه قبرستان کې "۴۴ د مسلمانانو قبرونه موجود وو، چې له نیمایي څخه ډېر یې د عثماني سمندري ځواک د هغو سرتېرو دي چې په مسافرت کې مړه شوي او د شهادت او الهي بښنې مقام ته رسېدلي دي."

دغو مړو شویو تورکي سرتېرو ته د مذهبي قدسیت له ورکولو وروسته، کامل سلطان ته دا خبرداری هم ورکړ چې دا یو عام دود دی چې ښاروالۍ بې وارثه پاتې هډوکي په یوې څاه کې غورځوي. له همدې امله هغه وړاندیز وکړ چې "نږدې یوه مناسبه ټوټه ځمکه دې وپېرل شي او په قبرستان دې بدله شي" او د یادو شهیدانو جسدونه دې هلته انتقال شي.

د مسلمانانو د قبرستان د جوړولو لپاره د کامل له هلو ځلو سره سره، سلطان د هغه غوښتنې ته پام ونه کړ. تر ټولو احتمالي لامل مالي و: د عثماني امپراتورۍ اقتصاد د بهرنیو امتیازاتو له امله تر فشار لاندې و او په دې وروستیو کې له یونان سره جګړې (۱۸۹۷) هم سخت زیان ورته رسولی و، چې د دولت لا دمخه نازک حالت یې نور هم کمزوری کړی و.

په راتلونکي کال (۱۹۰۰) کې، هغه اداري لاره خپله کړه او خپله غوښتنه یې په لندن کې د عثماني امپراتورۍ سفیر 'انتوپولوس پاشا' ته تکرار کړه. دا ځل، ښايي په دې پوهېدلی و چې عثماني چارواکي نه غواړي ډېره پانګه ولګوي، کامل خپل وړاندیز یوازې له لیورپول څخه بهر د یوې کوچنۍ ځمکې اخیستلو او هلته د مړو شویو عثماني سرتېرو د قبرونو لېږدولو پورې محدود کړ، پرته له دې چې په لیورپول کې د مسلمانانو د قبرستان جوړولو خپل لومړنی پلان یاد کړي.

په دې دویمه هڅه کې، هغه د بهرنیو چارو د وزیر 'احمد توفیق پاشا' پام ځانته راواړاوه، چا چې وړاندیز وکړ چې کامل دې لومړی هڅه وکړي څو ځايي چارواکي قانع کړي چې د اوسنیو قبرونو د لېري کولو په بدل کې، هر شهید عثماني سرتېري ته نوي قبرونه ځانګړي کړي. که دا کار ممکن نه و، پاشا سپارښتنه وکړه چې د عثماني شهیدانو لپاره دې یوه کوچنۍ قطعه ځمکه وپېرل شي.

خو دا پلان هم بریالی نه شو، ځکه د لیورپول ښاري شورا د ۱۹۰۰ کال په اګسټ کې کامل ته خبر ورکړ چې د حل لاره یوازې هغه وخت موندل کېدای شي کله چې ښاروالۍ په رسمي ډول د جسدونو د ایستلو اجازه ورکړي.

له لیورپول څخه د کامل له تګ وروسته، د مسلمانانو د ښخولو د ځای په اړه اندېښنې په تدریجي ډول د لیورپول د مسلمانانو له اجنډا څخه ورکې شوې. تر ۱۹۱۴ کال پورې، په نیکروپولیس کې د ښخ شویو کسانو خپلوانو ته د درناوي په پار، ښاروالۍ قبرونه په خپل اصلي حالت وساتل. په پای کې، د ۱۹۱۴ کال د اپریل په ۲۲مه، دا ځمکه په رسمي ډول د یو عامه پارک په توګه پرانیستل شوه او نوم یې "ګرانټ ګارډنز" ته بدل شو.

نن سبا د دغه قبرستان د بیا رغولو هڅې راژوندۍ شوې دي. د دغو موندنو په تعقیب، د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې دا موضوع د تورکیې د هغه وخت جنرال قونسل 'سیفي اومور ساین' ته په رسمي ډول وسپارل شوه. د هغه په نږدې ملاتړ، د دغو عثماني سرتېرو لپاره د یادګاري څلي جوړولو وړاندیز د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د لیورپول ښاري شورا د تعزیت خدماتو مشر 'الن شیلډن' ته وړاندې شو.

اوسمهال دا قضیه د لیورپول ښاري شورا تر غور لاندې ده. وړاندیز شوی یادګاري څلی به نه یوازې د هغو عثماني سرتېرو درناوی وي چې له خپل وطن زرګونه کیلومتره لرې ښخ دي، بلکې په لیورپول کې د 'عبدالله کویلیام' څخه وړاندې د مسلمانانو د شتون یو ژوندۍ ثبوت به هم وي.

 

 

وپلټۍ
ټرمپ : زما اصلي هدف د ایران تیل تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي
په افغانستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په استانبول کې جوړه شوې سټراټکام ۲۰۲۶ سرمشریزه، د حقیقت پر بنسټ د اړیکو په غوښتنې سره پای ته ورسېده
واشنګټن پوست : پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی
د ایران جګړې په اړه تورکیه له منځګړي پاکستان سره د احتمالي غونډې په اړه خبرې کوي.
امریکا پر ایران تر ۸۵۰ ډېر توماهاک توغندي توغولي، پنټاګون د زېرمو له چټک مصرف څخه اندېښمن دی
هاکان فیدان : د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه غیري قانوني ده
ایران په سعودي کې پر امریکايي هډې ستر برید کړی ، ګڼشمیر امریکايي سرتیري ټپیان او الوتکو زیان لیدلی
ولسمشر اردوغان: له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم د مشروعیت له ژور بحران سره مخ دی
د ایران سپاه پاسداران له ملکي وګړو غوښتي چې د امریکايي اډو ته نږدې سیمو څخه ځانونه لرې وساتي.
د تهران د ری په ښار د بریدونو په نتیجه کې ۵ تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی
اردوغان: تورکیه به چوپه پاتې نه شي، ځکه چې اسرائیل سیمه د وینو په حمام کې بدله کړې.
د روسیې لاوروف وايي، امریکا د نورډ سټریم پر ګازو د کنټرول په لټه کې ده
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی.