اروپايي ټولنې په غزه کې په روغتیایی پرسونل او مرستندویه کارکوونکو د بریدونو په اړه اندیښمنه وښوده

"د بشري مرستو هڅې باید د سختو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره دوام وکړي. د مساوات، چمتووالي او بحران مدیریت په برخه کې  د اروپا کمیشنره وايي چې نړیوال بشري قانون ته باید د ټولو لخوا درناوی وشي."

/ AA

"د بشري مرستو هڅې باید د سختو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره دوام وکړي. د مساوات، چمتووالي او بحران مدیریت په برخه کې  د اروپا کمیشنره وايي چې نړیوال بشري قانون ته باید د ټولو لخوا درناوی وشي."

 د اروپا د مساواتو، چمتووالي او بحران د مدیریت کمیشنرې، په غزه کې د اسرائيلو له خوا په روغتيايي کارکوونکو، روغتونونو او مرستندويه کارکوونکو باندې د بريدونو اړوند په اړه يي ژوره اندیښنه وښوده. هغه وویل چې په غزه کې په روغتیايي پرسونل، روغتونونو او مرستندویه کارکوونکو د بریدونو په اړه راپورونه په واقعیت چې زړه بوږنوونکي دي.

"زه د غزه په اړه ددې اندیښنې وړ راپورونو له امله اندېښمنه يم، چېرته چې روغتيايي کارکوونکي، امبولانسونه ،  روغتونونه او مرستندویان د اسرائيلو تر بريد لاندې قرار لري او دا لړۍ دوام لري.

هغې وويل چي دغه عملونه د هغو مرستندويه کارکوونکو اساسي او قهرماني هلي ځلي، چي د دښمنيو په منځ کې  د ژوند ژغورلو هڅه کوي، کمزوري کوي.

"بشري مرستندويه هلي ځلي بايد د اړمنو خلکو سره د مرستي لپاره دوام ولري. نړيوال بشري قانون بايد د ټولو له خوا محترم وشمېرل شي."

هغې وويل چي هغه د ملګرو ملتونو د بشري چارو لپاره مرستيال عمومي منشي او بېړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فلچر سره يو ځای، ټولو مدني وګړو او بشري کارکوونکو ته  د درناوي غوښتنه کوي.

"موږ ته اړتيا ده چي د ټولو مدني وګړو، پشمول د بشري کارکوونکو او دوی د اوسېدو ځايونو، همداراز مدني زېربنا، پشمول د طبي تسهيلاتو، ښوونځيو او ملګرو ملتونو د تاسيساتو، ساتنه وکړو."

اسرائيلو د مارچ په اتلسمه نیټه  اوربند پای  ته ورساوه او خپله ورانوونکی جګړه بيا پيل کړه، چي د نویو بریدونو د پیل راهیسې  ٨٠٠ فلسطينيان ووژل شول او ١،٦٠٠ نور ټپيان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال  اکتوبر د اومې  راهيسي، اسرائيلو ډېری ښځو او ماشومانو په ګډون  د ۵۰۱۰۰ تنه  فلسطينيانو وژلي، تر سلو زرو زیات کسان يي ټپیان کړي او ۸۰ سلنه سیمې په کنډوالو بدلې کړي دي.

تير نوامبر کي، نړيوال جنايي محکمي د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د هغه پخواني دفاعي وزير يواو گالنت په غزه کي د جنګي جرايمو او بشريت پر ضد جرايمو له امله د نیولو امر وکړ.

همداشان اسرائیل د نوموړې جګړې له امله د جزا په نړۍوال محکمه کې د نسل وژنې د قضيې سره مخامخ دی.