د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ د ایران یو بې پیلوټه برید د سعودي ارامکو د "راس تنوره" تېلو تصفیه خانه په نښه کړه چې د اور لګېدنې لامل شو. سعودي عربستان اعلان وکړ چې دا بریدونه یې پر شا تمبولي دي.
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ / User Upload

 د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) د دفاع وزارت د ویاند له قوله ویلي: "نن سهار دوه بې پیلوټه الوتکې چې غوښتل یې پر راس تنوره تصفیه خانه برید وکړي، شنډې او له منځه یووړل شوې. د دغو عملیاتو پر مهال د الوتکو د ټوټو د راغورځېدو له امله یو محدود اور ولګېد، خو کومه ملکي مرګ ژوبله نه ده اوښتې." ویاند زیاته کړه چې د الوتکو ټوټې د استوګنې سیمو ته نږدې رالوېدلې دي. دا پېښه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې ده.

رویټرز اژانس د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې د سعودي عربستان د تېلو لوی شرکت "ارامکو" له دغه برید وروسته د راس تنوره تصفیه خانه تړلې ده. سرچینې ویلي چې دا ګام د احتیاط په توګه اخیستل شوی او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

راس تنوره چې د سعودي عربستان په ختیځو ساحلونو کې موقعیت لري، په نړۍ کې د تېلو د تصفیې او صادراتو یو له سترو مرکزونو څخه دی. دا تاسیسات د ورځې د ۵۵۰،۰۰۰ بېرله تېلو د تولید وړتیا لري او په منځني ختیځ کې یو له تر ټولو لویو تصفیه خانو څخه شمېرل کېږي.

د سعودي عربستان د انرژۍ دا خوندي مرکزونه تر دې وړاندې هم په نښه شوي وو؛ چې تر ټولو مشهور یې د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې پر بقیق او خریص تاسیساتو بریدونه وو، چې د سعودي د تېلو د تولید نیمايي برخه یې په ټپه درولې وه.

امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل د شنبې په ورځ پر ایران برید وکړ او د ستر رهبر علي خامنه‌يي په ګډون یې د ایران څو تنه مشران ووژل. تهران د دې کار په غبرګون کې پر اسرائیل او په بېلابېلو خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر اډو د ډرون او توغندیو بریدونه پیل کړل. ایران تر اوسه په خپلو بریدونو کې بحرین، عراق، اردن، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په نښه کړي دي.

 

وپلټۍ
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي