د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په کور دننه جوړه شوې بېپیلوټه جنګي الوتکه «قزلالما» (Kızılelma) له کلونو پراختیایي چارو وروسته د تورکیې د وسلهوالو ځواکونو له پوځي زېرمتون سره یوځای شوه.
اردوغان پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: «زه باور لرم چې زموږ ویاړلی پوځ به د) بیرقدار قزلالما( په مرسته به پرله پسې بریاوې ترلاسه کړي، او هیله لرم چې دا ویاړلی پړاو به سترې بریاوې له ځان سره ولري.»
د تورکیې د بېپیلوټه الوتکو تولیدوونکي شرکت «بایکار» (Baykar) د پنجشنبې په ورځ وویل چې د الوتکې له لومړۍ الوتنې نږدې څلور کاله وروسته یې د «بیرقدار قزلالما» لومړنۍ درې بېپیلوټه جنګي الوتکې د تورکیې امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.
بایکار د تورکیې پر ټولنیزه شبکه «NSosyal» په یوه اعلامیه کې ویلي چې قزلالما په نړۍ کې لومړنۍ بېپیلوټه جنګي الوتکه شوه چې پوځي خدمت ته داخلېږي.
بایکار ویلي: «نن موږ د خپل ملت هغه آرمان پوره کوو چې ۲۰ کاله وړاندې مو د جوړولو هوډ کړی و.»
قزلالما، چې د بایکار په خپله مالي بودیجه جوړه شوې، له هوا څخه هوا ته د جګړې او پر ځمکنیو اهدافو د بریدونو لپاره ډیزاین شوې ده. یاد شرکت همداراز دا الوتکه داسې پرمختللې کوي چې د لنډو الوتلیکو لرونکو بېړیو له سطحې څخه هم الوتنه وکړای شي.
دا جنګي الوتکه ۱۴.۵ متره اوږدوالی، ۱۰ متره د وزرونو پلنوالی او د الوتنې پر مهال تر ټولو ډېر ۸.۵ مټریک ټنه وزن لري.
د بایکار په وینا، دا الوتکه کولی شي تر ۰.۹ ماخ (Mach) یا د غږ د سرعت تر ۹۰ سلنې پورې چټکتیا ترلاسه کړي او تر درېیو ساعتونو ډېر په هوا کې پاتې شي.
له لومړۍ الوتنې تر خپلواکې ډلهییزې الوتنې پورې
بایکار دا پروژه په ۲۰۲۱ کال کې معرفي کړه او راتلونکی کال یې د تورکیې په شمالي ښار سامسون کې د «ټېکنوفېسټ» هوايي او ټیکنالوژیکي فستیوال کې د هغې لومړنۍ بېلګه (پروټوټایپ) نندارې ته وړاندې کړه.
الوتکې خپله لومړنۍ الوتنه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۱۴مه نېټه د تورکیې په شمال لوېدیځ چورلو کې د بایکار د ازموینې په مرکز کې د ۱۸ دقیقو لپاره ترسره کړه.
د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې، قزلالما په چورلو کې د ازموینو پر مهال د بایکار له «اقنجي» ډرون سره په نږدې همغږۍ کې الوتنه وکړه. دواړو الوتکو وروسته په استانبول کې د ټېکنوفېسټ نندارچیانو پر وړاندې دا ګډه الوتنه بیا تکرار کړه.
د بایکار د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نوامبر پر ۲۹مه نېټه، یوې قزلالما الوتکې د سینوپ ښار ته نږدې د تور سمندرګي په سواحلو کې د یوې ازموینې پر مهال په تورکیه کې جوړ شوي «ګوکدوغان» هوا نه هوا ته توغندي په وسیله یو جېټ هوايي هدف وویشت.
په راتلونکې میاشت کې، د قزلالما دوو لومړنیو بېلګو په چورلو کې په خپلواکه توګه او نږدې همغږۍ کې الوتنه وکړه.
بایکار وویل چې دې الوتکو د خپلو انجنیرانو له خوا جوړ شوی سافټویر وکاراوه ترڅو خپل حرکتونه همغږي کړي او پر یوه مخکې ټاکل شوي مسیر هوايي ګزمه ترسره کړي.
د پنجشنبې ورځې په اعلامیه کې، بایکار د دې الوتکې تر شا ولاړې کاري ډلې څخه مننه وکړه او هغو همکارانو ته یې درناوی وړاندې کړ چې د دې پروژې د پراختیا پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی و.
شرکت همداراز د خپل مرحوم بنسټ اېښودونکي «اوزدمیر بیرقدار» د تورکیې د ملي ټیکنالوژۍ په نوښت کې د هغه د ونډې له امله درناوی وکړ.















