سیاست
2 د لوستلو دقیقې
روبیو : لاوروف ته مو د اوکراین جګړې د حل په برخه کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه خپل خفګان څرګند کړ
د پنجشنبې په ورځ روسیې د ډرونونو او توغنديو سره  د اوکراین پر پلازمېنه بریدونه وکړل، ځکه چې د روسیې زیاتېدونکي بریدونه د اوکراین هوايي دفاعي سیستمونه تر فشار لاندې راوستي، او زرګونه خلک یې د شپې په پناه ځایونو کې پاتې کېدو ته اړ کړي دي.
روبیو : لاوروف ته مو د اوکراین جګړې د حل په برخه کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه خپل خفګان څرګند کړ
/ AP
 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې هغه خپل روس سیال ته د اوکراین جګړې د حل په برخه کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه خپله "مایوسي او غوسه" څرګنده کړه.

روبیو د پنجشنبې په ورځ د مالیزیا په آسيان غونډه کې د سرګي لاوروف سره د لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: "ما د ولسمشر (ډونالډ ټرمپ) خبرې تکرار کړې، چې هم ناامیدي او هم خفګان د پرمختګ د نشتوالي په اړه څرګندوي." دا د دوی دویم مخامخ ملاقات و، په داسې حال کې چې ټرمپ د اوکراین جګړې د اوږدېدو له امله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه زیات خفه شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ روسیې د ډرونونو او توغنديو سره  د اوکراین پر پلازمېنه بریدونه وکړل، ځکه چې د روسیې زیاتېدونکي بریدونه د اوکراین هوايي دفاعي سیستمونه تر فشار لاندې راوستي، او زرګونه خلک یې د شپې په پناه ځایونو کې پاتې کېدو ته اړ کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې روسیې ۱۸ توغندي او شاوخوا ۴۰۰ ډرونونه په داسې برید کې توغولي چې په ځانګړي ډول یې د کیف ښار په نښه کړی و.

مسکو هیڅ تبصره ونه کړه، مګر تیره شپه یې د خپل ګاونډي په وړاندې د ۷۲۸ ډرونونو د ریکارډ برید نه  خبر ورکړ.

د سه شنبې په ورځ، اوکراین ته د امریکا دفاعي وسلو د بیا استولو د امر کولو یوه ورځ وروسته، ټرمپ په غیر معمولي ډول نیوکه وکړه او ویې ویل چې د سولې په اړه د پوتین څرګندونې "بې معنا" دي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې هغه داسې قانون ملاتړ په پام کې لري چې پر روسیه سخت بندیزونه ولګوي، په شمول د هغو هېوادونو لپاره ۵۰۰ سلنه تعرفې چې د روسیې نفت، ګاز، یورانیم یا نور صادرات اخلي.

روبیو او لاوروف په فبرورۍ کې په سعودي عربستان کې د ټرمپ د هڅو په ترڅ کې د اړیکو د بیا رغولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړی ملاقات کړی و.

کرملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ د نیوکو په اړه آرامه دی او هڅه به وکړي چې له واشنګټن سره "ماتې شوې" اړیکې سمې کړي.

د چهارشنبې په ورځ په روم کې د اوکراین دوستانه هېوادونو په یوه کنفرانس کې، د ټرمپ د اوکراین استازي کیت کیلګ د زیلینسکي سره وکتل.

"

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.