د امریکا د سنا مجلس عمومي غونډې د «جنګي واکونو پرېکړهلیک» تر سرلیک لاندې پر مسودې رایه اچونه ترسره کړه.
یاده مسوده د ۴۸ موافقو (هو) رایو په مقابل کې د ۵۱ مخالفو (نه) رایو په ورکولو سره رد شوه.
وړاندیز شوي
د پنسلوانیا سناتور جان فېټرمن چې د اسرائیلو پلوي دریځونو له امله پېژندل کېږي، یوازینی ډیموکراټ و چې د دې مسودې پر ضد یې رایه ورکړه.
بلخوا، جمهوري غوښتونکو سناتورانو سوزان کولینز ، لیزا مورکوفسکي او رنډ پاول له ډیموکراټانو سره په یوځای کېدو د دې مسودې په ملاتړ رایه ورکړه.















