سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بوسان ښار د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره لیدنه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بندري ښار بوسان کې له خپل چیني سیال شي جین پینګ سره د سوداګریزو کړکېچونو د کمولو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بوسان ښار د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره لیدنه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بوسان ښار د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره لیدنه وکړه. / AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بوسان ښار د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره لیدنه وکړه.

د امریکا او چین مشرانو په سویلي کوریا کې کم سارې خبرې وکړې، چې په کې یې د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ او د غزې او سیمه ییز ثبات په ګډون پر نړیوالو مسایلو د همکارۍ یادونه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بندري ښار بوسان کې له خپل چیني سیال شي جین پینګ سره د سوداګریزو کړکېچونو د کمولو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه خبرې کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ د غونډې په پیل کې، ټرمپ اشاره ورکړه چې ښايي ډېر ژر یو سوداګریز تړون لاسلیک شي. هغه له خبرو اترو مخکې خبریالانو ته وویل

"موږ کولی شو نن یو سوداګریز تړون لاسلیک کړو،"

چین ولسمشر وویل چې "د چین پرمختګ یو ځل بیا د امریکا د عظمت له لیدلوري سره لاس په لاس ځي،" او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه "باید شریکان او دوستان وي."

" هغه زیاته کړه دا هغه څه دي چې تاریخ موږ ته را زده کړي او حقیقت یې غوښتنه کوي،"

هغه د سوداګریزو خبرو اترو په ترڅ کې د دواړو خواوو لخوا ترلاسه شوي "بنسټیز تفاهم" او "هڅوونکي پرمختګ" وستایه او ویې ویل چې دې کار د دوی د لیدنې لپاره اړین شرایط برابر کړي دي.

"ښاغلی ولسمشر، زه چمتو یم چې له تاسو سره د امریکا او چین د اړیکو لپاره د یوه ټینګ بنسټ په جوړولو کې کار وکړم."

شي همدارنګه ټرمپ د "بېلابېلو سیمه ییزو کړکېچنو مسایلو په حل کې" د هغه د لېوالتیا له امله وستایه او د غزې د اوربند تړون په وروستي پای ته رسېدو کې یې د امریکا د مشر "لویه ونډه" په ګوته کړه، او همدارنګه یې د کمبوډیا او تایلینډ ترمنځ د پولې پر سر د شخړې په سوله ییز حل کې د هغه رول یاد کړ.

هغه وویل: "نننۍ نړۍ له ډېرو سختو ستونزو سره مخ ده. چین او امریکا کولی شي په ګډه د لویو هېوادونو په توګه خپله مسؤلیت په غاړه واخلي او د خپلو دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ د خیر لپاره لوی او عملي کارونه ترسره کړي."

ټرمپ شي یو "سخت مذاکره کوونکی" خو په ورته وخت کې یې "د یوه لوی هېواد لوی مشر" وباله.

ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې موږ به د اوږدې مودې لپاره په زړه پورې اړیکې ولرو، او دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې تاسو له موږ سره یاست،" او دا غونډه یې "ډېره ګټوره او مثبته" وبلله.

شي وویل دا "عادي" خبره ده چې د نړۍ دوه لوی اقتصادونه "کله ناکله اختلافات" ولري، او زیاته یې کړه چې دواړه خواوې باید "دوستي او همکاري وساتي."

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې چین او متحده ایالات کولی شي "په ګډه د لویو هېوادونو په توګه خپل مسؤلیت په غاړه واخلي او د خپلو دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ د خیر لپاره ډېر لوی او عملي کارونه ترسره کړي."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ