سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د فرانسې ولسمشر مکرون پر نتنیاهو ډیره سخته نیوکه وکړه
امانوېل مکرون د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر حکومت د غزې د نسل وژنې په اړه د چلند له امله نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او یرغمل شویو برخلیک "باید د هغو کسانو په لاس کې پرېنښودل شي چې د یرغملو ازادول ورته لومړیتوب نه لري.
د فرانسې ولسمشر مکرون پر نتنیاهو ډیره سخته نیوکه وکړه
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر نتنیاهو سخته نیوکه وکړه او وویل چې ملکي وګړو او یرغمل شوو کسانو برخلیک باید هغه ته پرینښودل شي. / AP

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر نتنیاهو سخته نیوکه وکړه او وویل چې ملکي وګړو او یرغمل شوو کسانو برخلیک باید هغه ته پرینښودل شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر حکومت د غزې د نسل وژنې په اړه د چلند له امله نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او یرغمل شویو برخلیک "باید د هغو کسانو په لاس کې پرېنښودل شي چې د یرغملو ازادول ورته لومړیتوب نه لري."

مکرون د چهارشنبې په ورځ فرانس ۲۴ دولتي تلویزیون ته وویل: "د نتنیاهو لومړی لومړیتوب د یرغملو خوشې کول نه دي، که نه نو هغه به پر غزه ښار وروستي بریدونه نه وای پیل کړي او نه به یې په قطر کې پر مرکچیانو برید کړی وای."

هغه ټینګار وکړ چې "ټولیزه جګړه ملکي وګړي وژني، خو حماس نه شي له منځه وړلی،" او زیاته یې کړه چې د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو سره سره، دغه فلسطیني ډله لا هم د جګړې توان لري.

مکرون په غزه کې د اوربند لپاره د فرانسې پر غوښتنې یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د یوه فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو موخه د سولې د بهیر بیا را ژوندي کول دي.

د فرانسې ولسمشر همدارنګه له متحده ایالاتو، "هغه یوازیني هېواد چې د فشار راوړلو لپاره خورا کره وسیلې لري،" وغوښتل چې پر اسرائیلو فشار راوړي ترڅو خپله تګلاره بدله کړي.

مکرون وویل، که واشنګټن اقدام ونه کړي، نو د اروپايي ټولنې هېوادونه به پر بندیزونو غور وکړي.

هغه خبرداری ورکړ چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د ضمیمه کولو لپاره د اسرائیلو هر ډول اقدام به د فرانسې لپاره "سره کرښه" وي، او ویې ویل چې په بیت المقدس کې د فرانسې د قونسلګرۍ تړل به یوه "لویه تېروتنه" وي.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.