سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  د جمعې په ورځ هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د نیویارک اعلامیه تاییدوي.
دا پرېکړه لیک، چې رسمي نوم یې "د فلسطین د ستونزې سوله ییز حل او د دوه دولتي حل د پلي کولو په اړه د نیویارک اعلامیې تایید" دی،د ۱۰ مخالفو او ۱۲ بې طرفه رایو په پر وړاندې د ۱۴۲ موافقو رایو په اکثریت سره تصویب شو.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  د جمعې په ورځ هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د نیویارک اعلامیه تاییدوي.
/ Reuters

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  د جمعې په ورځ هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د نیویارک اعلامیه تاییدوي. د دې اعلامیې موخه د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل او د اسرائیل-فلسطین جګړې ته د دوه دولتي حل لارې موندل دي.

دا پرېکړه لیک، چې رسمي نوم یې "د فلسطین د ستونزې سوله ییز حل او د دوه دولتي حل د پلي کولو په اړه د نیویارک اعلامیې تایید" دی،د ۱۰ مخالفو او ۱۲ بې طرفه رایو په پر وړاندې د ۱۴۲ موافقو رایو په اکثریت سره تصویب شو.

دا اعلامیه چې د فرانسې او سعودي عربستان له خوا وړاندې شوې وه، د جولای په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ۱۷ غړو هېوادونو له خوا په ګډه لاسلیک شوې وه.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې دایمي استازي، جیروم بونافونټ وویل: "دا اعلامیه د هغو هڅو پایله ده چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې پورې په نیویارک کې د جوړ شوي کنفرانس پر مهال ترسره شوې او د ۱۷ شریکو مشرانو هېوادونو په مرسته چمتو شوې ده. دا اعلامیه د دوه دولتي حل لارې د پلي کولو لپاره یوه واحده لار نقشه وړاندې کوي."

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي، ریاض منصور، له ټولو هغو هېوادونو څخه مننه وکړه چې د اعلامیې ملاتړ یې کړی او ویې ویل: "څوک چې سوله غواړي، راشئ له موږ سره یو ځای شئ. څوک چې د ژوند ژغورل غواړي، راشئ له موږ سره یو ځای شئ. څوک چې د ژوند ژغورل غواړي، راشئ له موږ سره یو ځای شئ."

اسرائیل او امریکا د دې پرېکړه لیک مخالفت وکړ. په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر، ډیني ډانون وویل: "د دې تش په نامه اعلامیې تصویب د سولې لپاره کومه جدي هڅه نه ده." په ورته وخت کې د امریکا استازې مورګان اورټاګس وویل چې دا متن "د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي ډیپلوماتیکې هڅې کمزورې کوي، حماس زړور کوي او د سولې امکاناتو ته زیان رسوي."

 

وپلټۍ
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي