تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
تورکیې په سوریه کې پر ائتلافي ځواکونو  ترهګریز برید وغانده
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د داعش د یوه ترهګر له خوا هغه برید غندلی، چې سوري او امریکايي ځواکونه یې په نښه کړي وو.
تورکیې په سوریه کې پر ائتلافي ځواکونو  ترهګریز برید وغانده
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت / Public domain
 

تورکیې په سوریه کې پر ائتلافي ځواکونو  ترهګریز برید وغانده
د بهرنیو چارو وزارت خواخوږي څرګنده کړې او د ترهګرۍ ضد هڅو سره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه کړې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د داعش د یوه ترهګر له خوا هغه برید غندلی، چې سوري او امریکايي ځواکونه یې په نښه کړي وو.

وزارت د یکشنبې په سهار په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "موږ د ډسمبر په ۱۳مه تدمر (پالمیرا) ته نږدې پر هغو سوري او امریکايي ځواکونو شوی ترهګریز برید غندو، چې د ګزمې دنده یې ترسره کوله."

تورکیې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د سوریې او امریکا له حکومتونو – چې د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې شریکان دي – سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

وزارت زیاته کړه چې تورکیه به په هېواد کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سوریې د حکومت له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، چې د داعش د یوه وسله وال بریدګر په کمین کې دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي او درې نور پوځیان ټپیان دي.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.