تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان: د خوجالي قتل عامه به هیڅکله هیر نه کړو او غم به یې تل په خپلو زړونو کې وساتو.
تورکیې د خوجالي قتل عام د ۳۳ کلیزې په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.
00:00
ولسمشر اردوغان: د خوجالي قتل عامه به هیڅکله هیر نه کړو او غم به یې تل په خپلو زړونو کې وساتو.
/ AA Archive

د ویلو ده چې ۳۳ کاله مخکې ارمنستان ځواکونو د اذربایجان د خوجالي په ولسوالۍ کې یو ستر قتل عام ترسره کړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د خوجالي قتل عام د ۳۳ کلیزې په مناسبت د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.

 په پیغام کې راغلي دي چې ˝ موږ د هغو بې ګناه اذربایجاني وروڼو چې  ۳۳ کاله مخکې په خوجالي کې په ډیره ظالمانه او وحشیانه توګه  په قتل ورسول شول  په ډیر درناوي سره یادونه کوو. د خوجالي قتل عام  زمونږ او زموږ د ګران ورور هیواد اذربایجان په زړو کې د لومړۍ ورځې په څیر تازه دی. "

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د خوجالي قتل عام د ۳۳ مې کلیزې په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ˝ زه په خوجالي قتل عام کې وژل شوو اذربایجاني وروڼو نه  ددې قتل عام د  ۳۳م کلیزې په مناسبت د ډیر دروناوي او رحمت سره یادونه کوم. د هغوی درد به هیڅکله هیر نه کړو او غم به یې تل په خپلو زړونو کې وساتو. زه د اذربایجان ورور ملت  د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم . موږ په ښو او بدو ورځو کې د یو تن په څیر یو."

د شوروي اتحاد د ړنګیدو وروسته، ارمنستان ځواکونو د ۱۹۹۲ کال د فبروري په ۲۶ نېټه، د یوه پلي پوځي ټولګي په مرسته، په قره باغ کې د خوجالي ښار د نیولو په خاطر پدې باندې د  درنو توپونو او ټانکونو سره  د درې خواونه  بریدونه پیل کړل.

ارمني ځواکونو یواځې د دې ښار په اشغال اکتفا ونکړه بلکې پدې ښار کې ستر قتل عام ترسره کړ. ارمني ځواکونو  پدې قتل عام کې  ۶۱۳ اذربایجاني ملکیان په ډیره بې رحمانه او ظالمانه توګه  ووژل  چې د قربانیانو  ۱۰۶ تنه يي ښځې، ۶۳ تنه يي ماشومان او ۷۰ تنه يي بوډاګان وو.  همداشان پدې برید کې  ۴۸۷ نور ملکي وګړي په جدي توګه ټپیان کړل.

همداشان ارمني ځواکونو ددې اشغال پر مهال ۱۲۷۵ تنه ملکي وګړي ونیول چې  شاوخوا ۱۵۰ کسان لا تر اوسه لا درکه دي، په داسې حال کې چې اته کورنۍ په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.

د قره باغ سیمه د لومړۍ قره باغ جګړې راهیسې د ۱۹۹۰ کلونو په پیل کې د ډله ییزو وژنو او قبرونو شاهده وه. د ویلو ده چې ارمني ځواکونو په قره باغ کې د خوجالي په ګډون ۷ سیمې اشغال کړې وې.

د ۲۰۲۰ کال په مني کې، د ۴۴ ورځو د جګړې پر مهال، اذربایجان په قره باغ کې څو ښارونه، کلي، او استوګنځایونه د ارمنستان د نږدې ۳۰ کلن اشغال څخه خلاص کړل.

تورکیه د لومړنیو هیوادونو له ډلې و چې دا پیښه یې د قتل عام په توګه وپیژندله او د قربانیانو لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله