افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل.
جرمني د سې شنبې په ورځ ۲۵ تنه هغه افغانان چې په جرمونو محکوم شوي وو، له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې بېرته افغانستان ته واستول. دا اقدام د دواړو لورو ترمنځ د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د نشتوالي سره سره ترسره شوی دی.
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل.
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل. / Reuters

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کسان په جدي جرمونو لکه وژنې، جنسي تېري او د مخدره توکو په قاچاق محکوم شوي وو او د قانون له مخې یې باید د جرمني خاوره پرېښې وای.

د دغه وزارت یوه ویاند د جرمني "ARD" ټلویزیون ته وویل چې د دغو افغانانو ځانګړې الوتکه د سې شنبې په سهار په کابل کې ناسته وکړه، خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

د جرمني حکومت سږ کال په پیل کې د طالبانو له چارواکو سره یوې هوکړې ته ورسېد ترڅو هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي چې په جرمني کې یې جدي جرمونه کړي وي. د دغې هوکړې له مخې، لومړۍ ډله افغانان د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په مستقیم ډول افغانستان ته وشړل شول.

په وروستیو کلونو کې د بې اسناده کډوالو او هغو بهرنیانو شړل چې په جدي جرمونو محکوم شوي، په جرمني کې د عامه امنیت پر سر د بحثونو په یوه مهمه موضوع بدله شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ ضد ښي اړخي ګوند "AfD" د کډوالو ضد شعارونو له امله په دغه هېواد کې ډېر ملاتړي موندلي دي.

د چانسلر "فریدریش میرز" (Friedrich Merz) په مشرۍ محافظه کاره ایتلافي حکومت، چې د ۲۰۲۵  کال په مې میاشت کې یې واک ترلاسه کړی، ژمنه کړې چې د غیرقانوني کډوالۍ کمولو لپاره به په کډوالۍ قوانینو کې پراخ بدلونونه راولي. د حکومت په دې پلان کې د اروپایي ټولنې په داخلي سرحدونو کې سخت کنټرول او په چټکۍ سره د هغو کسانو شړل شامل دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او یا په تاوتریخوالي لرونکو جرمونو تورن دي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ