تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
تمه ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش او د بېلابېلو هېوادونو له ولسمشرانو او د له لومړي وزیرانو سره دوه اړخیزې لیدنې وکړي.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
ولسمشر رجب طیب اردوغان

د یوې رسمي اعلامیې له مخې، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې په اونۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړي.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو رئیس برهان الدین دوران د شنبې په ورځ وویل، ټاکل شوې ده چې اردوغان به د سې شنبې په ورځ، چې د لوړې کچې عمومي بحثونو د پرانیستې ورځ ده، ۸۱مې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

د سږ کال غونډه د «بیا د باور جوړول، د بدلون مدیریت: هغه ملګري ملتونه چې د ټولو لپاره کار کوي» تر شعار لاندې جوړیږي.

تمه کېږي چې د دغه سفر پر مهال به اردوغان د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش او د بېلابېلو هېوادونو له ولسمشرانو او د لومړي وزیرانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.

همداراز تمه کیږي چې ولسمشر به په متحده ایالاتو کې په هغو یو لړ غونډو کې هم برخه واخلي چې پکې په دغه هېواد کې د مېشتو ترکي اتباعو استازي، د تورکیې-امریکا سوداګریزې کړۍ، او څېړنیز بنسټونه ګډون لري.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي اسمبلۍ لپاره راټولیږي، چې د نړیوالو ډیپلوماتیکو خبرو اترو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

 

وپلټۍ
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.