افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي
یونیسف خبرداری ورکړ که په افغانستان کې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لیرې نشي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي.
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي / Reuters

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یو نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه لیرې نشي، دا هېواد د دې خطر سره مخ دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

طالبانو ښځې له ډېرو دولتي دندو څخه منع کړې دي او د نجونو زده کړې یې یوازې تر ۱۲کلنۍ (شپږم ټولګي) پورې محدودې کړې دي.

د راپور له مخې، دې بندیزونو لا دمخه لږ تر لږه یو میلیون نجونې اغېزمنې کړې دي –دغه شمېره که وضعیت بدل نشي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به دوه چنده شي. یونیسف له طالبانو وغوښتل چې هغه بندیزونه لیرې کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته یې لګولي دي.

د یونیسف راپور چې تر عنوان لاندې خپور شوی، ښيي چې تعلیم او روغتیا برخو ته د بااستعداده او مسلکي ښځو په ورتګ کې چټک کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ووځي. اټکل کېږي چې دا شمېره د ۲۰۲۱ کال په پرتله د افغانستان د کاري ځواک شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي. راپور زیاته کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د روغتیايي کارکوونکو د ضایع کېدو شمېر ۹۶۰۰ ته ورسیږي.

د یونیسف اجرایوي مشرې، کاترین رسل وویل: "افغانستان نشي کولای خپلې راتلونکې ښوونکې، نرسانې، ډاکټرانې، قابله ګانې او ټولنیزې کارکونکې له لاسه ورکړي، ځکه چې دوی بنسټیز خدمتونه وړاندې کوي." هغې زیاته کړه: "که نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي، دا به یو تریخ حقیقت وي."

راپور یادونه کړې چې د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ده، او په هغو ښوونځیو کې چې ټولګي یې جلا دي، د نجونو لپاره ښځینه ښوونکې اړینې ګڼل کېږي.

د یونیسف په وینا، په دې برخه کې د ښځینه کارکوونکو کموالی به پر افغان اقتصاد کلنی لږ تر لږه ۵.۳ میلیارده افغانۍ (۸۴ میلیونه ډالره) اغېز وکړي، چې دا د هېواد د ناخالص کورني تولید  شاوخوا ۰.۵ سلنه جوړوي.

یونیسف وویل چې د افغانستان سرپرست چارواکي باید د مهارتونو روزنه خوندي کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د کار په بازار کې برخه واخلي.

وپلټۍ
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې