تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې او ایتوپیا د انرژۍ په برخه کې د همکاریو ګڼشمیر تړونونه لاسلیک کړل
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر، الپ ارسلان بیرقدار، د سې شنبې په ورځ وویل چې تورکیه غواړي له ایتوپیا سره د انرژۍ په سکتور کې د تجربو شریکول پیاوړي کړي، عملي پروژې تولید کړي او په بېلابېلو برخو کې شته همکارۍ ژورې کړي.
تورکیې او ایتوپیا د انرژۍ په برخه کې د همکاریو ګڼشمیر تړونونه لاسلیک کړل
اردوغان ایتوپیا / AA
 

د تورکیې د  انرژۍ وزیر وایي چې هدف یې د برښنا تولید، د شبکې زیربنا، د نوې کېدونکې انرژۍ پانګونه او د اوبو برښنا په پروژو کې د همکاریو زیاتول دي.

د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر، الپ ارسلان بیرقدار، د سې شنبې په ورځ وویل چې تورکیه غواړي له ایتوپیا سره د انرژۍ په سکتور کې د تجربو شریکول پیاوړي کړي، عملي پروژې تولید کړي او په بېلابېلو برخو کې شته همکارۍ ژورې کړي.

د دواړو هېوادونو د انرژۍ وزارتونو ترمنځ د همکارۍ یو یادښت  د سې شنبې په ورځ په ادیس ابابا کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر پر مهال، د بیرقدار او د ایتوپیا د اوبو او انرژۍ وزیر هبتامو ایتیفا لخوا لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې، دواړه هېوادونه به د برښنا، نوې کېدونکې انرژۍ او د انرژۍ د موثریت په برخو کې ګډې پروژې رامنځته کړي، او د اوبو برښنا د بندونو د تجهیزاتو او برښنایي توربینونو په جوړولو او نصبولو کې به همکاري وکړي.

همدارنګه، د انرژۍ د زیربناوو په پروژو کې، په ځانګړې توګه د برښنا تولید، لېږد او وېش په برخو کې به د دولتي او خصوصي سکتور د پانګونې ملاتړ وشي او د اړوندو بنسټونو ترمنځ به د معلوماتو او تجربو تبادله یقیني شي.

بیرقدار پر خپلې ټولنیزې پاڼې (NSosyal) لیکلي: "موږ هدف لرو چې د تجربو شریکول پیاوړي کړو او د برښنا له تولید څخه نیولې تر شبکې زیربنا پورې، او د نوې کېدونکې انرژۍ له پانګونې څخه نیولې د اوبو برښنا تر زیربنایي پروژو پورې په پراخه کچه عملي پروژې رامنځته کړو."

هغه زیاته کړه: "موږ د یوې هراړخیزې لارنقشې په اړه هوکړه کړې ترڅو خپله شته همکاري ژوره کړو او د انرژۍ، کانونو، پوهنې، روغتیا، ټرانسپورټ، کرنې، چاپیریال، ښار جوړونې، کلتور او ګرځندوی په څېر ډېرو برخو کې د ملګرتیا نوې ساحې عملي کړو."

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.