افغانستان
1 د لوستلو دقیقه
اروپايي ټولنه: له افغانستان سره تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي
اروپايي ټولنې  اعلان وکړ چې دوی له افغانستان سره د هغو کسانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي همغږي کوي چې په اروپا کې د پاتې کېدو حق نه لري او امنیتي ګواښ ګڼل کېږي، خو ټینګار یې وکړ چې دا ګام په افغانستان کې د اوسنۍ ادارې د رسمیت پېژندنې په مانا نه دی.
اروپايي ټولنه: له افغانستان سره تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي
اروپايي ټولنه: له افغانستان سره تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي / DPA

د اروپايي کمېسیون یو تن ویاند، مارکوس لامرت، د دغې موضوع په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووایه. لامرت وویل چې دی نشي کولی بروکسل ته د افغانستان د کوم پلاوي د راتګ په اړه خبرونه تایید کړي، خو زیاته یې کړه چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د وزیرانو په غوښتنه له افغانستان سره تخنیکي خبرې روانې دي. هغه وویل چې دا خبرې یوازې د هغو کسانو د بېرته لېږلو په اړه دي چې په اروپايي ټولنه کې د اوسېدو حق نه لري او امنیتي خطرونه پېښوي. لامرت دا هم یاده کړه چې د کډوالو د بېرته ستنولو وروستۍ پرېکړه د غړو هېوادونو خپله پرېکړه ده او دا پرېکړې باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې وشي.

په ورته وخت کې، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ویاند، انور ال انوني، څرګنده کړه چې د اروپايي ټولنې شورا په افغانستان کې له شته چارواکو سره د "عملي یا اوپراتیفي اړیکو" اجازه ورکړې ده.

ال انوني په دې اړه وویل: "ایا دا د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا ده؟ نه، په هیڅ صورت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده."

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو