افغانستان د پاکستاني چارواکیو وروستیو مثبتو څرګندونو هرکلی وکړ
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې د خپل هېواد په اړه د پاکستاني چارواکو د مثبتو څرګندونو هرکلی کوي.
افغانستان د پاکستان د مثبتو څرګندونو هرکلی وکړ
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې د خپل هېواد په اړه د پاکستاني چارواکو د مثبتو څرګندونو هرکلی کوي.
حقاني په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې له پاکستان او نورو هېوادونو سره اړیکو ته اشاره وکړه.
حقاني څرګنده کړه چې دوی په دې وروستیو کې په یوه پروګرام کې د ګډون کوونکو پاکستاني عالمانو څخه د افغانستان په اړه د هغوی د مثبتو څرګندونو له امله منندوی دي او ویې ویل: "پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د افغانستان په اړه مثبتې څرګندونې وکړې. موږ د هر چا لخوا د ښه نیت او ورورولۍ د څرګندونو هرکلی کوو."
حقاني د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: "موږ غواړو په هېواد کې او له هېواده بهر د خلکو اندېښنې لرې کړو او دا په ډاګه کړو چې افغانان ګواښ نه دي او د هیچا په وړاندې د زیان رسولو نیت نه لري."
حقاني له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې "د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي" او زیاته یې کړه: "موږ خلکو ته د 'بیارغونې' پیغام ورکوو. په دې هڅه کې له موږ سره یوځای شئ. افغانستان د جګړو، ورانیو او دښمنیو له امله ډېرې ستونزې ګاللي دي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وو چې هېواد یې له افغانستان سره "د ښه نیت" چلند کوي او دا دریځ کولای شي د اوسنیو تاوتریخوالو په حل کې مرسته وکړي.