افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د ناروې د کډوالو شورا: په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په ورځ پر کابل او ختیځ کې پر ننګرهار ولایت بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې "پوځي تاسیسات" او د "ترهګرو ملاتړې زیربناوې" یې په نښه کړې دي.
د ناروې د کډوالو شورا: په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ناروې د کډوالو شورا: په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې / Reuters

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د چهارشنبې په ورځ وویل چې په روانه اونۍ کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یو کلینیک د پاکستان په هوايي برید کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي؛ دا د دغې درنې مرګ‌ژوبلې لومړی خپلواک تایید دی.

پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په ورځ پر کابل او ختیځ سرحدي ولایت ننګرهار بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې "پوځي تاسیسات" او د "ترهګرو ملاتړې زیربناوې" یې په نښه کړې دي.

خو د افغانستان په  پلازمېنه کابل کې طالب چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د یادې شورا (NRC) مشر جاکوپو کاریدي وویل چې د دوی ټیمونه د بریدونو له پیل سمدستي وروسته د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره سیمې ته تللي وو. هغه فرانس پریس خبري اژانس (AFP) ته وویل: "هغه څه چې موږ ولیدل او له هغو خلکو سره مو چې د بېړنیو مرستو په برخه کې بوخت وو خبرې وکړې، موږ ویلی شو چې په سلګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي."

په افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرې سمدستي او خپلواک تایید ستونزمن دی، ځکه چې بریدونه ډېری وخت په سختو سیمو کې ترسره کېږي او د چارواکو لخوا ضد او نقیض معلومات ورکول کېږي.

پاکستان، چې پر افغانستان تور پورې کوي چې هغو وسله والو ته یې پناه ورکړې چې پر خاوره یې بریدونه کوي، ویلي چې د طالبانو د حکومت دا ادعاوې چې ګواکې کلینیک په نښه شوی "بشپړې بې بنسټه" دي.

کاریدي تایید کړه چې په کابل کې روغتیایي مرکز ویشتل شوی او یوه ودانۍ یې "په بشپړه توګه سوځېدلې او ویجاړه شوې ده." هغه زیاته کړه چې د ژغورنې ټیمونو د سې شنبې په سهار لا هم هڅه کوله چې له ویجاړیو څخه مړي وباسي او د کمپلیکس هغو برخو ته لاره ومومي چې دېوالونه یې نړېدلي وو.

هغه دا صحنه، چې په کې د انسانانو د بدن غړي هم تر سترګو کېدل، "ټکان ورکوونکې" وبلله او ویې ویل چې د قربانیانو پېژندنه او د مړو د کره شمېرې په ګوته کول لا هم ستونزمن دي.

هغه زیاته کړه: "په اروپا کې موږ د خلکو د پېژندنې لپاره داسې سیسټمونه لرو چې حتی د بدن له غړو یې پېژندلی شي، مګر دلته زه نه پوهېږم چې دوی دغه سیسټمونه لري که نه. خو هغه څه چې ما ولیدل؛ په یو ځای کې ګوته وه، په بل ځای کې پښه او په بل ځای کې لاس؛ دا واقعیا وحشتناکه وه."

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده