د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ادارې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي.
د تورکیې په ټولنیزې رسنۍ (NSosyal) کې د عامه اړیکو د ادارې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، اردوغان په تور سمندرګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ (بیړۍ چلولو امنیت) د ډاډمنولو لپاره د هڅو پر دوام او ارزښت ټینګار وکړ.
اردوغان د دې په بیانولو سره چې تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځ د مخامخ اړیکو په ټینګولو کې مرستې ته چمتو ده، د دواړو خواوو ترمنځ یې د انقرې د احتمالي منځګړیتوب پر رول بیا ټینګار وکړ.
مشرانو همدارنګه پر دوه اړخیزو اړیکو او پراخو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو د نظر تبادله وکړه؛ خو په خپره شوې اعلامیه کې د خبرو شویو موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د دې خبرو پر مهال اردوغان پوتین ته د هغه د کلیزې (زوکړې ورځې) او د روسیې د پارلمان (دوما) په ټاکنو کې د هغه د ګوند د بریا له امله مبارکي وویله.


























