افغانستان په شمال کې زورورې زلزلې له امله مړو شمیره  ۲۷ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۹۵۶ تنو ته رسیدلې

افغان چارواکو وویل د سې شنبې په ورځ د ژغورنې عملیات پای ته ورسیدل او د پاکارۍ عملیات پیل شوي دي . د ویلو ده چې زلزلې تر ټولو ډیر مزارشریف او سمنګان ولایتونو ته زیانونه اړولي دي.

By
افغانستان په شمال کې زورورې زلزلې له امله مړو شمیره  ۲۷ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۹۵۶ تنو ته رسیدلې

د افغانستان په شمال کې زورورې زلزلې له امله د مړو شمیره  ۲۷ کسان ته او د ټپیانو شمیره ۹۵۶ تنو ته لوړه شوه.

افغان چارواکو وویل د سې شنبې په ورځ د ژغورنې عملیات پای ته ورسیدل او د پاکارۍ عملیات پیل شوي دي . د ویلو ده چې زلزلې تر ټولو ډیر مزارشریف او سمنګان ولایتونو ته زیانونه اړولي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، په دې زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

زلزله د یکشنبې په ورځ د شپې په نیمايي کې په شمالي ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندز کې وشوه. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، چې د زلزلې مرکز د هېواد له سترو ښارونو څخه د مزارشریف په ۲۸ کیلومترۍ (۱۷.۴ مایله) ژوروالي کې و.

ډیری مرګ ژوبله په شمالي ولایتونو سمنګان او بلخ کې اوښتې ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، زلزلې "درانه ځاني او مالي زیانونه" اړولي او ۱۰۳۷ کورونه یې زیانمن کړي دي.

د لټون او ژغورنې هڅې پای ته رسیدلي، په داسې حال کې چې د بیړنیو مرستو عملیات دوام لري.

د ولایتونو په تفکیک د مرګ ژوبلې شمیر

  سمنګان: ۱۳ تنه مړه او ۴۱۸ ټپیان

بلخ: ۱۲ تنه مړه او ۴۳۵ ټپیان

بغلان:  ۱ تن مړ او ۱۹ ټپیان

کندز: ۶۵ تنه ټپیان

جوزجان: ۳ تنه ټپیان

سرپل: ۱ تن مړ او ۱۶ ټپیان

د عامې روغتیا وزارت تایید کړې چې ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.