تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر د انګلستان د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
انقره د یوروفایټر جنګي الوتکو د مذاکراتو پياوړي کولو ته دوام ورکوي، دا  پداسې حال کې ده چې له آلمان څخه د پرمختګ نښې ښکاري، او همداراز اردوغان او سټارمر د سوداګرۍ د پراخېدونکو اړیکو او په غزه کې د بېړني بشري بحران په اړه هم خبرې کړې دي.
د تورکیې ولسمشر د انګلستان د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
/ Reuters

د تورکیې ولسمشر اردوغان او د بریتانیا لومړي وزیر سټارمر په ټیلیفوني خبرو کې د یورو فایټر جیټ الوتکو د قرارداد او د غزې د جګړې په اړه خبرې وکړې .

انقره د یوروفایټر جنګي الوتکو د مذاکراتو پياوړي کولو ته دوام ورکوي، دا  پداسې حال کې ده چې له آلمان څخه د پرمختګ نښې ښکاري، او همداراز اردوغان او سټارمر د سوداګرۍ د پراخېدونکو اړیکو او په غزه کې د بېړني بشري بحران په اړه هم خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ د عامه اړیکو ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر د یو ټیلیفوني تماس له لارې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو پرمختګونو، او د تورکیې د یوروفایټر جنګي الوتکو د پیرودلو د تړون د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د سه شنبې په ورځ د تورکیې له خوا د ۴۰ یوروفایټر تایفون جنګي الوتکو د پلان شوې پېرېدنې د پرمختګ ارزونه وکړه، یوه هڅه چې انقره وایي د ناټو ګډ دفاعي ځواکونه به پیاوړي کړي او له لندن سره به دوه اړخیزه همکاري لا زیاته شي.

یادې الوتکې چې په ګډه د بریتانیا، آلمان، ایټالیا او اسپانیا له خوا جوړېږي، له څو میاشتو راهیسې د خبرو اترو محور جوړ کړی دی، په داسې حال کې چې بریتانیا یې د پلور ملاتړ کوي، خو آلمان یې مخالفت کوي.

تېره اونۍ، د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرز د یوې احتمالي پرمختګ نښه ورکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې برلین به ډیر ژر د دې تړون په اړه خپل اعتراضونه پریږدي.

د تورکیې لوري هم خوشبیني څرګنده کړه چې د تورکیې-انګلستان د آزادې سوداګرۍ تړون د عصري کولو هڅې به د کال تر پایه پورې پایلې ولري.

د غزې په موضوع بحث وشو

د غزې وضعیت ته په اشارې سره، اردوغان خبرداری ورکړ چې بشري بحران مخ په خرابیدو دی او د لوږې له امله مړینې دوام لري.

هغه د فلسطین محاصره شوې سیمې ته د بشري مرستو د سمدستي او بې خنډه رسولو غوښتنه وکړه.

وپلټۍ
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.