ساینس او ټکنالوژي
9 د لوستلو دقیقې
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: "په تېرو ۲۳ کلونو کې مو د دفاعي صنعت، ديپلوماسۍ او امنیت په برخو کې د پورته کړیو ګامونو له برکته تورکیه په داسې هېواد بدله کړې چې هیڅوک یې له پامه نشي غورځولی."
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې لور روانه ده.
28 اکتوبر 2025

ولسمشر اردوغان: موږ تورکیه په داسې یو هېواد بدله کړې چې هیڅوک يي له پامه غورځولی نشي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: "په تېرو ۲۳ کلونو کې مو د دفاعي صنعت، ديپلوماسۍ او امنیت په برخو کې د پورته کړیو ګامونو له برکته تورکیه په داسې هېواد بدله کړې چې هیڅوک یې له پامه نشي غورځولی."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د  قهرمان قازان په ولسوالۍ کې د BMC انقرې ټانک او نوي نسل زغره والو وسایطو د تولیدي فابریکې د پرانیستنې او د لومړنیو کورنیو "آلتای" جنګي ټانکونو د هیواد وسله والو ځواکونو ته  د سپارلو په مراسمو کې وینا وکړه.

د ولسمشر اردوغان د وینا مهم ټکي:

زما ګران ملته، د BMC شرکت قدرمنو کارکوونکو، زموږ د دفاعي سکتور محترمو استازو، او درنو مېلمنو، تاسو ټولو ته له زړه نه سلامونه، درنښت او مینه وړاندې کوم. د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دفاع وزیر شیخ سعود په ګډون، ټولو هغو مېلمنو او وروڼو ته چې زموږ مراسمو ته یې تشریف راوړی، مننه کوم. نن موږ د زغره والو وسایطو د تولیدي فابریکې د پرانیستنې او وسله والو ځواکونو ته د ځايي او کورني  آلتای ټانک د سپارلو په مناسبت سره راټول شوي یو.

نن موږ د تورکیې د دفاعي صنعت په استازیتوب یو لوی هیجان او په ورته وخت کې یو لوی ویاړ تجربه کوو. دا فابریکه او سپارل کېدونکی آلتای ټانک یو ځل بیا دا ثابتوي چې زموږ د هېواد پر دفاعي صنعت، انجینرانو او تخنیکرانو باور بې ځایه نه و.

زه له ټولو هغو کسانو او وروڼو مننه کوم چې زموږ د دفاعي صنعت د پرمختګ، پیاوړتیا او بشپړې خپلواکۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي. هغو وروڼو ته چې په دې لار کې یې خولې تویې کړې او شهیدان شوي، د الله تعالی له درباره د رحمت غوښتنه کوم. په ځانګړې توګه هغو هېوادوالو ته چې تېر کال د اکتوبر په ۲۴مه د تورکیې د فضايي او هوايي صنایعو  پر تاسیساتو په غلچکي برید کې شهیدان شول، د الله تعالی له درباره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.

"موږ د فولادو گنبد (Çelik Kubbe) خپل زړور پوځ ته سپارلی و"

قدرمنو دوستانو، د دفاعي صنایعو د اجرایوي کمیټې د پرېکړو په رڼا کې، چې زه یې مشري کوم، موږ د دفاعي صنعت په برخه کې د بشپړې خپلواکې تورکیې هدف ته په ډاډمنو ګامونو روان یو. له یوې خوا نوې پروژې او نوي دفاعي محصولات جوړوو او له بلې خوا نوې فابریکې پرانیزو او کورني او ملي وسایط خپل فهرست ته ورزیاتوو.

دوه میاشتې وړاندې مو د ۴۷ وسایطو لرونکی "فولادي گنبد" سیستم خپل زړور پوځ ته وسپاره. په ورته ډول مو په اسلسن دفاعي صنعت شرکت په هډانه  کې ۱۴ تولیدي فابریکې پرانیستې او د ۱.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت مو د "اوغول بې ټکنالوژۍ مرکز" بنسټ کېښود.

"زموږ د تولید په کرښه کې به هره میاشت ۸ آلتای ټانکونه جوړیږي"

نن د BMC انقرې ټانک او نوي نسل زغره والو وسایطو تولیدي فابریکه پرانیزو. په دې ستره فابریکه کې، چې ۸۴۰ زره متر مربع مساحت لري او د څېړنې او پراختیا مرکزونه، د ازموینې ساحې، زغره وال لابراتوارونه او د روزنې مسیرونه لري، انشاالله له ۱۵۰۰ څخه ډېر مسلکي کارکوونکي به په دنده وګمارل شي.

زموږ د تولید په کرښه کې، چې ۶۳ زره متر مربع پوښلی مساحت لري، هره میاشت به ۸ آلتای ټانکونه او ۱۰ "آلتوغ" زغره وال وسایط، چې د جګړې د ډګر کلا بلل کیږي، تولید شي. د نورو دفاعي محصولاتو په څېر، زموږ هدف د آلتای ټانکونو په برخه کې هم دا دی چې په ځانګړې توګه د مهمو پرزو لپاره په هیچا پورې تړلي نه اوسو. سره له بندیزونو، لکه څنګه چې ننني پړاو ته ورسېدو، انشاالله راتلونکی پړاو به هم په بریالیتوب سره پرمخ یوسو. تل وایم او نن یې بیا تکراروم: زموږ د اهدافو پر وړاندې خنډونه یوازې موږ ځنډولی شي، خو هېڅکله مو له منزله نشي راګرځولی. یا به لاره پیدا کوو او یا به لاره جوړوو، خو په پای کې به خپل هدف ته رسېږو.

"نړیوال سیستم نه یوازې بڼه، بلکې مسیر هم بدلوي"

په نړیواله کچه روانه پوځي، سیاسي او اقتصادي سیالي هره ورځ بڼه او شکل بدلوي. موږ په یوه حساس پړاو کې یو چېرې چې ګمرکي تعرفې ټکنالوژیکي بدلونونه رامنځته کوي او د انرژۍ سیاستونه د خوړو امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي. یو نوی جیوپولیټیک انډول رامنځته کېږي. په هغه نظم کې جدي درزونه رامنځته شوي چې د نړۍ د ګوتو په شمار ځواکونو لخوا کنټرولېده.

لکه څنګه چې مو په نږدې تاریخ کې څو ځلې ولیدل، نه نړیوال بنسټونه او نه هم نړیوال قوانین نور خلکو ته کافي ډاډ او تضمین ورکوي. موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې پر حق اوسېدل کافي نه دي، بلکې د خپل حق د ساتلو لپاره باید ځواکمن هم اوسې. دا مو لومړی په ۱۹۹۰ لسیزه کې په بوسنیا کې ولیدل، بیا مو ۱۴ کاله په ګاونډي هېواد سوریه کې ولیدل، او په پای کې مو د غزې په نسل وژنه کې ولیدل چې ۷۰ زره بې ګناه انسانان پکې ووژل شول. خو نه نړیوالو قوانینو او نه هم لویو بودیجو لرونکو بنسټونو د دې ظلمونو او قتل عامونو مخه ونیوله.

"تاسو مجبور یاست چې په هره برخه کې ځواکمن او مخنیوونکي اوسئ"

حقیقت دا دی چې که غواړئ په نننۍ نړۍ کې په عزت سره ژوند وکړئ، باید په هره برخه کې ځواکمن اوسئ. باید خپل اقتصاد پیاوړی کړئ، پر بهرنیو خپلواکي کمه کړئ او خپل ظرفیت لوړ کړئ. که نه، په دې نوي نظم کې، چې د لېوانو دسترخوان ته ورته دی، هیڅوک پر هیچا رحم نه کوي.

"موږ خپل درس ډېر ښه زده کړی دی"

ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه وه چې د خطرونو او ګواښونو دې پړاو ته یې ډېر ژر پام شو. موږ په تېرو ۲۳ کلونو کې د دفاعي صنعت، ديپلوماسۍ او امنیت په برخو کې د پورته کړیو ګامونو له برکته ترکیه په داسې هېواد بدله کړې چې هیڅوک یې له پامه نشي غورځولی.

"موږ د خپلو دوستانو مرستې ته ورودانګل او د وروڼو ټپونه مو ورغول"

موږ د یوې عادلانه نړۍ لپاره، چې مظلوم د ظالم پر وړاندې سر ټیټ نه کړي، خپل ټول دیپلوماتیک، پوځي، سیاسي، سوداګریز او اقتصادي امکانات وکارول. په سختو وختونو کې مو د خپلو دوستانو مرستې ته ورودانګل. د دې لپاره چې پر بل چا متکي نه اوسو، موږ خپله ټکنالوژي پخپله تولیدول پیل کړل. په دفاعي صنعت کې د دولت ملاتړ د خصوصي سکتور له تحرک سره یو ځای شو او الحمدلله په وروستیو کلونو کې مو لویه وده ترلاسه کړه.

"موږ په خپلو هوايي، ځمکنیو او سمندري وسایطو تاریخ جوړولو ته دوام ورکوو"

غواړم تاسو ۲۰-۲۵ کاله شاته بوځم. آیا زموږ په هېواد کې یو ستن تولیدېده؟ نه. خو اوس الحمدلله یوه داسې ترکیه شته چې خپلې وسلې پخپله تولیدوي. پخوا مو په دفاعي صنعت کې ۲۰٪ تولید هم نشو کولی، خو اوس مو ۸۰٪ ته ځان رسولی دی. بې پیلوټه الوتکې... آیا موږ دا امکانات درلودل؟ نه. خو اوس یوه داسې ترکیه شته چې بې پیلوټه، وسله والې بې پیلوټه او آن "آقنجي" ډوله الوتکې تولیدوي.

موږ نور یوازې تعقیب کوونکي نه، بلکې هغه دولت یو چې نور یې تعقیبوي. په دې سکتور کې زموږ له ۳۵۰۰ څخه ډېرې دفاعي شرکتونه او له ۱۰۰ زرو څخه ډېر مسلکي پرسونل د نړۍ سولې، امنیت او ثبات ته مستقیمه ونډه لري.

"په دفاعي صنعت کې له ۱۴۰۰ څخه ډېرې پروژې لرو"

پر بهرنیو زموږ د تکیې کچه له ۸۰٪ څخه لوړه وه، خو اوس ۲۰٪ هم نه ده. موږ د خپلو امنیتي ځواکونو نږدې ټولې اړتیاوې په کورنیو او ملي دفاعي وسایطو پوره کوو. موږ د بې پیلوټه او وسله والو بې پیلوټه الوتکو په برخه کې د نړۍ په دریو غوره هېوادونو کې یو.

اوسمهال موږ د نړۍ ۱۱م لوی دفاعي صادرونکی هېواد یو. په ۲۰۲۴ کال کې مو د نړۍ د صادراتو په بازار کې ۶۵٪ ونډه درلوده، یعنې په نړۍ کې له هرو ۱۰۰ پلورل شویو بې پیلوټه الوتکو څخه ۶۵ یې موږ ورکړې دي. موږ ۱۸۰ هېوادونو ته خپل محصولات صادر کړي دي.

"موږ د ضایع شوي وخت جبران وکړ"

موږ دغه بریا سره له دې چې د اصلي اپوزیسیون د بې کفایته استازو د خنډ جوړولو هڅې موجودې وې، ترلاسه کړه. دوی ویل: "تاسو یې نشئ کولی." خو موږ وویل: "که څوک یې کولی شي، هغه د دې هېواد بچیان دي." موږ پر خپلو ځوانو انجینرانو او ځوانو مغزونو باور وکړ.

"آلتای ټانک مو د سختو شرایطو لپاره جوړ شوی دی"

د آلتای ټانکونه چې نن یې دلته وینو، کافي دي؟ زموږ لپاره کافي نه دي. موږ باید تر دې هم پرمختللې ټکنالوژي ترلاسه کړو. نن موږ د خپلو آلتای ټانکونو لومړۍ جوپه، چې د ۱.۵ میلیون انجینرۍ ساعتونو، ۳۵ زره کیلومتره ازموینې او ۳۷۰۰ ډزو په پایله کې یې ټول پړاوونه تېر کړي، خپل زړور پوځ ته سپارلو ویاړ لرو.

دا ټانک د عصري جګړې له چاپېریال سره د لوړې کچې تطابق لپاره په نویو سیستمونو سمبال شوی او د ډزو ځواک، پایښت او خوځښت په برخو کې یې ازموینې په بریالیتوب سره بشپړې کړې دي. په راتلونکو کلونو کې به یې سپارنه نوره هم زیاته کړو او په راتلونکو پړاوونو کې به دا ټانکونه د کورني او ملي ځواک ګروپ "BATU" سره یوځای خپل پوځ ته وسپارو.

"موږ د یو نوي پړاو دروازې پرانیزو"

د آلتای ټانک به د دوستو او متحدو هېوادونو د ډېرې لېوالتیا له امله په بهرنیو بازارونو کې د تورکیې د دفاعي صنعت اغېز او لیدنې ته مهمه ونډه ورکړي. د آلتای په واسطه موږ د ټانک ټکنالوژۍ په برخه کې د یو نوي پړاو دروازې پرانیزو. هغه تجربه چې موږ د آلتای په تولید او پراختیا کې ترلاسه کړه، موږ ته یې په ډیجیټل کنټرول سیستمونو، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د پرېکړې کولو جوړښتونو، او خپلواکو حرکتي وړتیاوو کې لوی مهارت راکړی دی.

له الله تعالی څخه مرسته او توفیق غواړم.

په دې هیله د BMC انقرې ټانک او نوي نسل زغره والو وسایطو تولیدي فابریکې د پرانیستې مبارکي وایم. هیله لرم چې آلتای ټانک زموږ د پوځ ځواک او مخنیوي وړتیا نوره هم زیاته کړي. له BMC شرکت، د دفاعي صنایعو له ریاست او په ځانګړې توګه زموږ له شریکانو، قطر څخه، له زړه مننه کوم.

یو ځل بیا تاسو ټولو ته مینه او درنښت وړاندې کوم. روغ او جوړ اوسئ، الله تعالی ته مو سپارم.

 

وپلټۍ
د امریکا قانون جوړونکي پر چین د چپ جوړولو د وسایلو پر پلور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي
د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
تورکیې د خپل نوي اصلي جګړه ییز ټانک "التای" د پراخ تولید پروسه په انقره کې رسمآ پیل کړه.
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
(اوپن اې آی) په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د لویو هڅو په منځ کې د یو ګیګاواټ ډیټا مرکز جوړوي
د تورکیې د ټکنالوژۍ فیسټیوال(ټکنوفیسټ )د استانبول په ښار کې پیل شو
ولسمشر اردوغان د تورکیې د ځايي ټولنیز رسنۍ شبکې "NEXT Sosya کې خپل لومړنی پوست شریک کړ
په چین کې د نړۍ لومړۍ د روبوټونو فوټبال لوبه د مصنوعي زيرکتيا په مرسته ترسره کېږي
ایلون ماسک وايي چې هغه به د اپل کمپنۍ پر خلاف د غیرې عالانه چلند له امله اقامه د دعوا وکړي
چین د مصنوعي زیرکتیا په مشرۍ کې د نړۍ لومړنی انساني روبوټ سوداګریز مرکز پرانیست
میټا شرکت ویلي دي چې سږ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د واټس اپ ۶ عشاریه ۷ میلیونه جعلي حسابونه تړلي
تورکیې ملي اوږد واټن هوايي دفاعي سیستم "سیپر" توغندیو  وروستی ازمایښت په بشپړ بریالیتوب سرته ورسید
د دفاعي صنایعو ۱۷م نړیوال نندارتون، IDEF" ۲۰۲۵" پیل شو.
تورکیې د هیواد هوايي دفاعي سیستم ( فولادي ګنبد ) په بشپړه توګه ځايي امکاناتو سره جوړ کړی دی.
هند، پولنډ او هنګري د ۴۰ کلونو وروسته د چهارشنبې په ورځ خپل لومړني فضانوردان فضا ته واستول