سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ د کډوالو ضد هڅو په ترڅ کې تر سلو زرو ډېرې امریکايي ویزې لغوه شوې
د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت وویل، متحده ایالاتو وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو ضد تګلارې سره واک ته ورسېد، تر ۱۰۰،۰۰۰ ډېرې ویزې لغوه کړې دي، چې دا په یوه کال کې یو ریکارډ دی.
د ټرمپ د کډوالو ضد هڅو په ترڅ کې تر سلو زرو ډېرې امریکايي ویزې لغوه شوې
د ټرمپ د کډوالو ضد هڅو په ترڅ کې تر سلو زرو ډېرې امریکايي ویزې لغوه شوې / Reuters
 

د ټرمپ د کډوالو ضد هڅو په ترڅ کې تر سلو زرو ډېرې امریکايي ویزې لغوه شوې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ دندې ته  له راستنېدو راهیسې د ویزو د لغوه کولو شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده ډېر دی.

د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت وویل، متحده ایالاتو وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو ضد تګلارې سره واک ته ورسېد، تر ۱۰۰،۰۰۰ ډېرې ویزې لغوه کړې دي، چې دا په یوه کال کې یو ریکارډ دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ د دوشنبې په ورځ وویل: «د ټرمپ اداره د امریکايي وګړو له ساتنې او د امریکا د حاکمیت له ساتلو پرته بل لوړ لومړیتوب نه لري.»

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې، د ټرمپ د دویم ځل لوړې کولو وروسته، دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې د لغوه شویو ویزو په پرتله دوه نیم چنده ډېر دی، کله چې جو بایډن ولسمشر و.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې "په زرګونو" ویزې د جرمونو له امله لغوه شوې دي، چې په کې برید او په نشه يي حالت کې موټر چلول هم شاملېدای شي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ویاړ سره د هغو محصلینو د ویزو لغوه کول په ګوته کړي چې د اسرائیلو پر ضد یې لاریونونه کړي وو.

روبیو د مک کارتي دورې یو قانون کارولی چې متحده ایالاتو ته اجازه ورکوي د هغو بهرنیانو د ننوتلو مخه ونیسي چې د امریکا د بهرنۍ تګلارې مخالف ګڼل کېږي، که څه هم د هغه ځینو مشهورو قضیو په محکمه کې د شړلو امرونه په بریالیتوب سره ننګولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له لغوه شویو ویزو څخه ۸،۰۰۰ یې د محصلینو وې.

د ټرمپ ادارې د ویزو لپاره څېړنې هم سختې کړې دي، په شمول د لیدونکو د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو څارل.

د ویزو لغوه کول د ډله ییزو شړلو د یوه پراخ کمپاین برخه ده، چې د فدرالي مامورینو د شمېر په زیاتولو سره په ډېر شدت ترسره کېږي.

د کورني امنیت وزارت تېره میاشت وویل چې د ټرمپ ادارې تر ۶۰۵،۰۰۰ ډېر کسان شړلي، او ۲.۵ میلیونه نور په خپله خوښه وتلي دي.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.