د تورکیې د استانبول ښار یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.

د استانبول ښار د ریښتر به کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره یوې زوروزې زلزلې ولړزو

/ DPA

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې نن په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو او ۴۹ دقیقو د ریښتر په کچه د ۶.۲ درجې په شدت سره استانبول ښار یوې قوي زلزلې ولړزو. ویل کیږي د زلزلې مرکز د استانبول د سیلوري ولسوالي وه.

زلزله د چهارشنبې په ورځ په ځایي وخت د غرمې  په ۱۲:۴۹ په استانبول او شاوخوا ولایتونو کې رامنځته شوه، چې له امله یې خلک په ویره کې له ودانیو څخه بهر وتښتېدل.

بله زلزله چې شدت یې ۴.۹ و، د ماسپخین په ۱۳:۰۲ ، چې مرکز یې د مرمره سمندر په بویوکچکمجه ساحل کې و رامنځته شوه.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې  په وینا، ټول اړوندې ادارې او د پلټنې ډلې فعالې شوې دي او د زیانونو د ارزونې او د خلکو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره د ساحې پلټنې روانې دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې ډلې په فعاله توګه وضعیت څاري او د ځواب ویلو هڅې همغږي کوي. تر اوسه د مرګ ژوبلې یا د پام وړ زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه بیان کې ویلي چې چارواکي د پېښو پرمختګونه له نږدې څاري.