د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې د بودیجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې په افغانستان کې د خوړو او تغذیې د ژوند ژغورونکي پروګرامونه کم کړي. دغه بنسټ په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د کچې د بحراني کېدو له امله د "بېړنیو فنډونو" غوښتنه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه لیکلې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دریو ماشومانو څخه یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی او اندېښنه شته چې دا وضعیت به تر اکتوبر میاشتې پورې نور هم خراب شي.
په اعلامیه کې دې ته اشاره شوې چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې وضعیت خورا نازک حد ته رسېدلی، چې دا مانا لري چې بېړنیو ژغورونکو درملنو ته اړتیا ده. په بیان کې راغلي: "د بېړني ملاتړ پرته، WFP او د دوی شریکان نشي کولی د ډېرو ماشومانو د خطرناکې خوارځواکۍ مخه ونیسي، او دا به په راتلونکو میاشتو کې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي."
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رییس، چې خبرې یې په دې اعلامیه کې راخیستل شوي، ټینګار کړی چې په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه د خوارځواکو ماشومانو له ژړا ډک دي. هغه ویلي: "سره له دې چې اوس د حاصلاتو وخت دی، یعنې د ډېرښت دوره ده، خو موږ د یوه نوي نسل د له منځه تلو شاهدان یو. دا نه یوازې د زړه بوږنوونکی حالت دی، بلکې د منلو وړ هم نه دی."
۳.۷ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
د WFP د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او اټکل کېږي چې ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم په خوارځواکۍ اخته وي.
د خوړو نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي خدماتو د دوام لپاره، په راتلونکو ۶ میاشتو کې ۵۴۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لري.





















