تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
تورکي پوځي پرسونل به په بریتانیا کې د یورو فایټر ټایفون جنګي الوتکو روزنه پیل کړي، ځکه انقره د خپل هوایي ځواک په چوکاټ کې د دې الوتکو د شاملولو پلانونه پرمخ وړي.
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
 

د تورکیې د ملي دفاع وزارت ویلي چې د تورکي پیلوټانو او تخنیکرانو لومړۍ ډله ټاکل شوې د اګسټ په میاشت کې انګلستان  ته سفر وکړي ترڅو پر یورو فایټر ټایفون جنګي الوتکو روزنه پیل کړي.

دا ګام د انقرې او لندن ترمنځ د یو لوجستیکي او تخنیکي هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته اخیستل کېږي چې موخه یې د تورکیې په هوایي ځواک کې د دغو الوتکو د مدغم کولو پروسې ګړندي کول دي.

تورکیې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ۸ میلیارده پونډو (۱۰.۷ میلیارده ډالرو) په ارزښت د ۲۰ یورو فایټر الوتکو د ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړ. دا هوکړه د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بریتانیې د پخواني لومړي وزیر کییر سټارمر ترمنځ په انقره کې د کتنې پر مهال لاسلیک شوه.

د تورکیې د  دفاع وزارت ویاند ذکي آق تورک د پنجشنبې په ورځ په یوه اونیزه خبري ناسته کې وویل: "د لاسلیک شوي تړون له مخې، د الوتنې او تخنیکي ساتنې پرسونل به هر کال انګلستان ته د زده کړو لپاره سفر کوي."

دوه انجن لرونکې ټایفون الوتکې د یو داسې کنسرسیوم (ګډ شرکت) لخوا تولیدېږي چې د بریتانیې 'بي اې ای سیسټمز' (BAE Systems)، 'ایربس' او د ایټالیا 'لیونارډو' (Leonardo) شرکتونه پکې شامل دي.

تر دې وړاندې، د ایربس د دفاعي او فضايي برخې اجرائیوي رئیس مایکل شول هورن ویلي وو چې د یورو فایټر تړون کولی شي له تورکیې سره یوې اوږدمهاله ملګرتیا ته لاره هواره کړي، ځکه دوی د تولید کچه لوړوي او د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره نور پرمختللي ماډلونه جوړوي.

دواړو هېوادونو همدارنګه د دفاع او دفاعي صنایعو په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو پراخ چوکاټي تړون هم لاسلیک کړی دی.

یورو فایټر ټایفون جنګي الوتکې دا مهال د پنځو اروپايي هېوادونو (بریتانیا، جرمني، ایټالیا، اسپانیا او اتریش) او د خلیج د څلورو هېوادونو (سعودي عربستان، عمان، کویټ او قطر) لخوا کارول کېږي.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.