تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
اردوغان : موږ به صهیونستانو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ په سیمه کې "نوې عملیات" ترسره کړي
اردوغان وايي انقره باید ډېر احتیاط وکړي او زموږ پالیسي باید له دې سره سمه وټاکو
00:00
اردوغان : موږ به صهیونستانو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ په سیمه کې "نوې عملیات" ترسره کړي
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دوی به " صهیونستانو " ته اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې کوم "عملیات" ترسره کړي.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ په ايکس لیکلي ، مونږ به  "د سلطان الپ ارسلان او صلاح الدین ایوبي د لمسیانو په توګه یو لاس او یو زړه شو او د الله ج په مرسته به صهیونستانو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ په سیمه کې نوي عملیات ترسره کړي."

"په داسې حال کې چې زموږ سیمه او نړۍ د تاریخي  بیا جوړښت له بهیر څخه تیریږي، موږ د تورکیې په توګه اړتیا لرو چې ډېر په احتیاط سره ګامونه واخلو."

اردوغان خبرداری ورکړ چې "د نسل وژنې شبکه" غواړي دا سیمه ټوټه ټوټه کړي، او له همدې امله باید خپلې پالیسۍ  (په همدې اساس) وټاکو.

اردوغان زیاته کړه: "که موږ اجازه ورکړو هغه لوبه چې یوه پیړۍ مخکې ترسره شوې ، بیا  تکرار شي، نه به مو نیکونه وبخښي او نه به راتلونکي نسلونه."

اردوغان دا هم وویل چې د انقرې هدف دایمي اعتماد رامنځته کول دي.

هغه وویل "زموږ هدف دا دی چې د تورکیې پېړۍ د سولې، ورورولۍ او پیوستون پېړۍ کړو."

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.