کرملین: روسیه هیله لري چې روانه اونۍ له اوکراین سره د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي.

کریملین د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو اترو د نوي پړاو د احتمال په اړه محتاطانه هیله مندي څرګنده کړې ده، ځکه چې ډیپلوماتیکې هڅې د یوې پېچلې او اوږدې جګړې په منځ کې په نرمه توګه بیا پیل شوي دي.

/ Reuters

کرملین: روسیه هیله لري چې روانه اونۍ له اوکراین سره د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي.

استانبول تر اوسه پورې  د روسیې او اوکراین ترمنځه د سولې د مذاکراتو  دوه پړاونو - د می په ۱۶ او د جون په ۲مه - کوربه توب کړی دی چې موخه یې د میاشتو ځنډ وروسته د مسکو او کیف ترمنځ مستقیم ډیپلوماسۍ بیا راژوندي کول دي.

کریملین د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو اترو د نوي پړاو د احتمال په اړه محتاطانه هیله مندي څرګنده کړې ده، ځکه چې ډیپلوماتیکې هڅې د یوې پېچلې او اوږدې جګړې په منځ کې په نرمه توګه بیا پیل شوي دي.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف د سې شنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ هیله لرو چې خبرې اترې به پدې اونۍ کې ترسره شي. کله چې چمتو شو، د خبرو دقیقه نیټه به اعلان کړ.»

که څه هم پسکوف د مسکو د ګډون چمتووالی وښود، خو د خبرو اترو څخه یې د «معجزاتي پرمختګونو» تمه کمه کړه.

هغه روانه جګړه او ډیپلوماتیکې هڅې «ډېرې پېچلې» وبللې، او ویې ویل چې حتی محدودې موافقې، لکه د بندیانو تبادله، باید د پام وړ پرمختګ وګڼل شي.

د تېرو خبرو د پایلو په اړه پسکوف د تیرې میاشتې د اضافي بندیانو د تبادلې تړون ته اشاره وکړه — چې د تر ټولو ځوانو او تر ټولو سخت ټپي شویو بندیانو تبادله پکې شامله ده — او همدارنګه د دواړو لورو د ۶۰۰۰ وژل شویو سرتیرو جسدونه یو بل ته وسپارل

زیلینسکي تورکیه د کوربه په توګه تایید کړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په شپه په یوه ویډیويي وینا کې اعلان وکړ چې راتلونکی د سولې خبرې به د چهارشنبې په ورځ په تورکیه کې ترسره شي.

استانبول تر دې دمه د خبرو اترو دوه پړاوونو کوربه توب کړی دی — د مې په ۱۶مه او د جون په ۲مه — چې موخه یې د مسکو او کیف ترمنځ د مستقیمو ډیپلوماتیکو اړیکو بیا راژوندي کول دي .

که څه هم په بشري مسایلو کې پرمختګ شوی، پسکوف ټینګار وکړ چې د کیف د ۲۰۲۲ کال فرمان، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مستقیمو خبرو اترو مخه نیسي، لاهم یو لوی خنډ دی.

هغه همدارنګه وویل چې راتلونکو بحثونو کې به اړتیا وي چې د تیر پړاوونو د خبرو په جریان کې تبادله شوي مسودې یادداشتونه وکتل شي.

پسکوف وویل: «زه د اوکراین د شخړې د حل لپاره د ممکنه وخت چوکاټونه هیڅ ډول اټکل نه کوم. دا پر ډېرو فکتورونو پورې اړه لري او اوس هر ډول وړاندوینه به ناسمه وي.»

که څه هم کریملین ټینګار کوي چې لاهم د خبرو لپاره خلاص دی، خو د شخړې بشپړ سیاسي حل لا هم لرې ښکاري.