د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي

د تورکیې دفاعي شرکت اسلسان ، د استانبول ټکنوفسټ په فیستیوال کې د "فولادي گنبد" دفاعي سیستم د تجربې یو ډګر جوړ کړی، چې لیدونکو ته دا فرصت ورکوي ترڅو په انډول شوې بڼه تجربه کړي چې دا سیسټم د هوایي ګواښونو پر وړاندې څنګه کار کوي.

د تورکیې دفاعي شرکت اسلسان، په ټکنوفسټ کې د "فولادي گنبد" تجربه وړاندې کوي

د تورکیې دفاعي شرکت اسلسان ، د استانبول ټکنوفسټ په فیستیوال کې د "فولادي گنبد" دفاعي سیستم د تجربې یو ډګر جوړ کړی، چې لیدونکو ته دا فرصت ورکوي ترڅو په انډول شوې بڼه تجربه کړي چې دا سیسټم د هوایي ګواښونو پر وړاندې څنګه کار کوي.

د ټکنالوژۍ او هوايي چلند پنځه ورځنی فیستیوال ټکنوفسټ، د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې پرانیستل شوه. دا فیستیوال د تورکیې ټکنالوژۍ ټیم (T3) بنسټ او د تورکیې جمهوریت د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت له خوا په ګډه تنظیمېږي.

د فیستیوال په چوکاټ کې د ټکنالوژۍ له سیالیو نیولې بیا د الوتنو تر نندارو پورې ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کېږي، او په ورته وخت کې د "فولادي گنبد" د هوایي دفاعي سیسټم بېلابېل عناصر هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د پرمختللې انځوریزې ټکنالوژۍ په کارولو سره لیدونکو ته ښودل کېږي چې د فولادي گنبد برخې د ګواښونو پر وړاندې څنګه دفاع او ساتنه کوي.

تورکي شرکت د TF6000 انجن امتحانوي

د ټوساش انجن جوړونې شرکت (TEI)، د TF6000 ټربوفان انجن چې په بشپړ ډول په کور دننه ډیزاین، پراختیا او جوړ شوی، امتحانوي.

د تورکیې هوايي او فضايي صنعتونو عمومي مدير محمود اقشت وویل، چې دا انجن د تورکیې د انکا-۳ (Anka-3) په څېر بې پیلوټه الوتکو لپاره ډیزاین شوی دی.

اقشت همدارنګه څرګنده کړه چې د TF10000 په نوم د دې انجن یوه پرمختللې نسخه چې (afterburner) لري او د ۱۰۰۰۰ پونډه ځواک (Ibf) یا لوړ فشار ځواک تولیدوي، د تورکیې په قزل ایلما  غوندې په لویو الوتکو کې به وکارول شي.

اقشت وویل: "وروسته سوځونکی  د انجن په وروستۍ برخه کې د سونګ د سوځولو په مانا ده. د دې په مرسته موږ د خپل TF6000 انجن ځواک د لس زره پونډه فشار کچې ته لوړوو. دا د اس ځواک (horsepower) له پلوه هم تقریبا ورته ارزښت لري."