تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان پوتین ته: تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې
اردوغان پوتین ته: تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې / Reuters

اردوغان پوتین ته: تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار کوي چې انقره چمتو ده په هغو دیپلوماتیکو نوښتونو کې ونډه واخلي چې د ښکېلو غاړو ترمنځ مستقیمو اړیکو ته لاره هواروي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې انقره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د روسیې او اوکراین جګړه په یوې عادلانه او تلپاتې سولې پای ته ورسېږي.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر  پوتین  سره د دوشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د روسیې او اوکراین پر جګړې او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

اردوغان ټینګار وکړ چې انقره چمتو ده په هغو دیپلوماتیکو نوښتونو کې ونډه واخلي چې د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمو اړیکو ته اسانتیا برابروي او د یوې تلپاتې سولې لپاره لاره هواروي.

د یکشنبې په ورځ د جي-۲۰ مشرانو غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې، اردوغان وویل چې ترکیه به له منځني ختیځ څخه تر افریقا او اوکراین پورې د جګړې په سیمو کې د سولې په نړیوالو هڅو کې خپل ګډون ته دوام ورکړي. هغه د نړیوالو بحرانونو په حل کې د یوه کلیدي لوبغاړي په توګه د انقرې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

هغه دا هم وویل چې دی به خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته زنګ ووهي ترڅو د تورې بحیرې د غلې دهلیز د بیا فعالولو په اړه خبرې وکړي، او زیاته یې کړه، "د غلې دهلیز په اړه زموږ هڅې په حقیقت کې د سولې پر لور د لارې پرانیستل وو."

هغه زیاته کړه، "زه باور لرم، که موږ وکولای شو دا بهیر پیل کړو، نو دا به خورا ګټور وي."

اردوغان وویل، ترکیه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب په برخه کې له هېڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.

هغه زیاته کړه: "ډېر خلک وژل شوي دي؛ زه به له پوتین سره په دې اړه خبرې وکړم چې د دغو مړینو د مخنیوي لپاره کوم ګامونه پورته کولی شو. له دې خبرو وروسته، زه باور لرم چې فرصت به ولرم چې د پایلې په اړه له خپلو اروپایي شریکانو، ښاغلي ټرمپ او نورو ملګرو سره خبرې وکړم."

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.